د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۲:۴۴

د جمیل کرزي د ساتونکو لخوا د ملکیانو د وژلو پیښه تر څیړنې لاندې ده


د کابل امنیتي مسوولان وایي؛ چې د هغې پیښې په اړه جدي څیړنې کوي؛ چې د ولسي جرګې د یوه پخواني غړي د ساتونکو په ډزو کې درېیو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د کابل د امنیې قومندانۍ مرستیال جنرال داود امین د ولسي جرګې د پخواني غړي جمیل کرزي د ساتونکو له خوا د کابل ښار د کارته چهار په سیمه کې د یوې ښځې وژنه او د دوو نورو ملکي وګړو ټپي کېدل تیر وتنه وبلله او ویې ویل؛ چې په دې اړه د پولیسو تحقیقات دوام لري:

"په دې پيښه کې؛ چې یو سوتفاهم وه د پارلمان د پخواني غړي جمیل کرزي د باډي ګاردانو د شک او تردید لاندې تونس موټر کې درې سپرلي وه د دوی په ډزو کې یوه ښځه په شهادت رسیږي او دوه تنه ټپیان دي."

د دوشنبې په شپه د کابل ښار د دریمې امنیتې حوزې اړوند د کارته چهار په سیمه کې د جمیل کرزي وسلوالو ساتونکو په یوه تونس ډوله موټر ډزې وکړې؛ چې په نتیجه کې یې یوه ښځه ووژل شوه او دوه تنه نور ملکېان ټپیان شول.

د کابل د امنیې قومندانی مرستیال وایي؛ چې د ولسي جرګې د پخواني غړي جمیل کرزي ساتونکو پر دې موټر د شک له مخې ډزې کړي.

خو د پوځي چارو کارپوه جنرال نورالحق علومي په دې باور دی؛ چې باید حکومت د بې ګناه خلکو د وژنې سمه پوښتنه وکړي او په ښارونو کې د هغو کسانو په ټینګه څارنه وکړي؛ چې وسلې لري:

"د هغو کسانو په لاس کې؛ چې وسله ده دا د چارواکو وظیفه ده؛ چې هغو ته د وسلو د کارولو قانون وپوهوي او ورته دا وښیې؛ چې څه وخت وسله وکاروي.

هغوي؛ چې وسلې لري د قدرت خاوندان دي باید دومره تواضع ولري؛ چې خپلې وسلې د بې ګناه خلکو په مقابل کې د فخر او خود خواهی له مخې ونه کاروي.

هره ورځ دلته ملکي خلک د بمبارد یا ځان وژنو حملو په پلمه وژل کېږی دا ولس د دې وړ نه دی؛ چې خپل ځانونه بې ځایه له لاسه ورکړي"


جمیل کرزي؛ چې ویل کېږي د ولسمشر کرزي له خپلوانو څه دی درې کاله مخکې هم کله؛ چې د ولسي جرګې غړی وه د کابل د مرکزي سیلو په سیمه کې د موټر په ټکر کې پنځه کسه وژلي وه.
XS
SM
MD
LG