د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۰:۴۹

په پاکستان کې اوه تنه سوله غوښتونکي طالبان وژل شوي دي


که څه هم افغان حکومت په دې هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره د پاکستان وروستيو اقداماتو ته په ښه سترګه ګوري، خو ځینې حکومتي منابع وایی، چې اوه تنه طالب قومندانان تازه په پاکستان کې وژل شوي دي.

د افغانستان ځینو حکومتي منابعو د خپل نوم د نه ښوولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، چې دا طالب قومندانان د پاکستان د استخباراتي شبکې یا اې،ایس،اې له خوا وژل شوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا مرستیال او د دې هیواد د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل هم آزادي راډیو ته وویل چې په پاکستان کې ګڼ شمیر هغه طالبان یا وژل شوي او یاهم نیول شوي چې له افغان حکومت سره یې د سولې خبرو آترو ته تیاری ښودلی وو:

"پاکسان تل د جهاد په نامه زموږ هېواد ته تروریستان او ځان وژونکې را استولي دي او دلته نفاق اچوي.

هرهغه څوک چې د سولې پلویان وي هغه یا وژل کیږي او یاهم بندیان کیږي،دا لړۍ اوس هم په پاکستان کې روانه ده.

هرهغه څوک چې په طالبانو کې د سولې پلویان وي هغه یا نیول کیږي او یاهم وژل کیږي".

پاکستان د افغان حکومت او د افغانستان د سولې د عالي شورا په غوښتنه څه موده وړاندې کابو شل تنه طالب مشران له خپلو زندانونو څخه ازاد کړل، افغان حکومت د پاکستان له دې اقدام څخه هرکلۍ وکړ او هغه یې په دې هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره د نوموړي هېواد ښه نیت وباله.

دغه راز د افغانستان،پاکستان او بریتانیې په درې اړخیزه غونډه کې چې یوه میاشت مخکې په لندن کې جوړه شوه د درې واړو هیوادونو مشرانو پریکړه وکړه چې تر شپږو میاشتو پورې به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره یوې موافقې ته ورسیږي.

خو د پاکستان د علماوو شورا مشر تیره اونۍ اعلان وکړ چې دوی به په کابل کې د دیني علماوو په غونډه کې ګډون ونکړي ځکه چې د ده به خبره د افغانستان د علماوو شورا دې غونډې ته سم پروګرام نه لري.

افغان سیاسي څیړونکي د افغانستان په برخه کې د پاکستان تیرو سیاستونو ته په پام وایی چې اسلام آباد یوازې او یوازې په افغانستان کې خپل اهداف لټوي نه په دې هیواد کې سوله او ثبات.

د سیاسي چارو څیړونکی احمد سعیدي هم ورته نظر لري:

"پاکستان په افغانستان کې داسې حکومت غواړي چې له هند سره اړیکې ونلري او د پاکستان لاس پوڅی وي.

ترهغې چې افغانستان خپل حکومت د پاکستان له اجنټانو څخه پاک نکړي او ټول افغانستان د پاکستان پر وړاندې یو موټي نشي او غبرګون ونه ښیی دا ستونزه به په دې هیواد کې حل نشي".

افغان حکومت ټینګار کوي، چې د پاکستان له زندانونو څخه د طالب مشرانو خوشې کیدل په افغانستان کې د سولې له روانو هلوځلو سره ډیره مرسته کوي ځکه د افغان چارواکو په خبره دا کار پرافغان حکومت د وسله والو طالبانو باور زیاتوي.

خو د افغان حکومت د ځینو منابعو دا څرګندونې چې ګوندې سولې ته یوشمیر لیواله طالبان په پاکستان کې اوس اوس وژل شوي په افغانستان کې د سولې پر وړاندې د پاکستان لخوا یو بل خنډ بلل کیږي.
XS
SM
MD
LG