د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

دانش: پاته شخصي امنیتي کمپنۍ به د دې کال تر پایه لغوه شي


د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د خصوصي امنیتي کمپنیو د لغو کولو او د عامه ساتنې معینیت ته د دغو کمپنیو د کارکوونکو د جذبولو لپاره جدي کوښښ کوي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې تر دې مهاله د دغو کمپنیو تر اولس زرو ډیر کارکوونکي؛ دې معینیت ته جذب شوي دي.

ښاغلی دانش وايي، د نوي لمریز کال تر پيل مخکي به په هیواد کې د موجودو ۳۶ فعالو شخصي امنیتي کمپنیو فعالیتونه ودروي.

"اوس یوازې ۳۶ کمپنۍ پاته دي، چې تر ډیره د ډیپلوماټیکو ادارو امنیت ساتي.

موږ کوښښ کوو، چې د روان کال ترپایه او یا که کومه کمپنۍ پاته کیږي د نوي کال په لومړیو کې لغوه شي او د دغو ادارو امنیت هم د عامه محافظت پولیسو ته وسپارل شي؛ دغه پروګرام پیل شوی او کوښښ کیږي، چې ژر بشپړ شي."


د لومړي ځل لباره افغان ولسمشر حامد کرزي په ۲۰۰۹ م کال کې په افغانستان کې د ټولو شخصي امنیتي کمپنیو د لغوکولو حکم کړی و.

ښاغلي کرزي ویلي وو، چې له دغو کمپنیو څخه ځینو یې د افغانستان له قوانیونو سرغړونه کړې او په دې هیواد کې په نا امنیو کې لاس لري.

خو هغه وخت له افغانستان سره یوشمېر مرسته کوونکو نړیوالو ادارو ویلي وو؛ چې ښایي د ولسمشر کرزي دغه پرېکړه له دې هیواد سره د بهرنیو هیوادونو میلیارډونه ډالره مرسته له خطر سره مخ کړي.

د ډېرو پراختیايي پروژو کارونه وځنډیږي:

دغو نړیوالو ادارو ویلي وو، چې د افغان حکومت په دې پرېکړې سره به د ډېرو پراختیايي پروژو کارونه وځنډیږي، ځکه د دوی په باور افغان امنیتي ځواکونه لا د دغو پروژو د امنیت ساتنې توان نه لري.

د پوځي او امنیتي چارو ځیني پوهان وايي، افغان حکومت ته د شخصي امنیتي کمپنیو لغو کول ځکه ستونزمن دی؛ چې دغه کمپنۍ په لوړ پوړو دولتي چارواکو پورې اړه لري.

جنرال امرالله امان ازادۍ راډیو ته وویل.

"دا موضوع په هغو لوړپوړو کسانو اړه لري، چې په دولت کي دي.

دولت نه شي کولای چې دغه کمپنۍ په مصلحتونو او حکم له منځه یوسي؛ نو دغه کسان د خپلې پانګوني او سیاسي بحران په خاطر، دغه موضوع باید له ځان سره ولري."


په افغانستان کې د شخصي امنیتي کمپنیو یو له مهمو کارونو څخه پر لویو لارو د پوځي اکمالاتي کاروانونو ساتنه وه.

خو د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، چې اوس دغه کار په بشپړه توګه د دې وزارت د عامه محافظت د پولیسو له خوا کیږي.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې ۵۷ کورنیو او بهرنیو شخصي امنیتي کمپنیو فعالیت کاوه، چې تر ۵۰ زرو ډیر کار کوونکي یې درلودل؛ چې تراوسه له دغو کمپنیو څخه ۲۰ لغو شوي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG