د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۸:۴۴

"په ختیځه سیمه کې څه باندې ۲۶زره ماشومان د پولیو له واکسینه پاتي"


په ختیځ کې د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې چارواکي وايي، چې د ختیځې سیمې په نهو ولسوالیو کې ماشومانو ته د پولیو واکسین نه دی شوی.

د دې شبکې مشر ډاکټر شفیق همدرد ازادۍ راډيو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل، چې دوي د خپلو سیمه ییزو استازو پر مټ د پولیو د واکسین په اړه ارزونه کړې، چې له مخې يي د کونړ په اوو ولسوالیو د ننګرهار او نورستان په یوه یوه ولسوالۍ کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین نه دي ورکړل شوي:

"موږ په سیمه کې د خپلو استازو او نورو سرچینو نه معلومات تر لاسه کړل، چې د کونړ په اوو ولسوالیو د نورستان په کامدیش او د ننګرهار په لالپورې ولسوالیو کې د پولیوضد واکسین نه دي شوي."

نوموړی وايي،چې د کونړ په چپه دره،وټه پور،سرکاڼو،مروره،شیګل،خاص کونړ،ناړی،د نورستان په کامدیش او د ننګرهار په لالپورې ولسوالیو کې دغه واکسین ماشومانو ته نه دي شوی.

همدرد زیاتوي،چې د دوی دغه رپوټ د بشرحقونو خپلواک کمیسیون او یوناما دفتر هم ورسره تايید کړی دی:

" دا مساله موږ سره د بشرحقونو خپلواک ادارې او د یوناما دفتر هم راسره تایید کړې ده."
بل خوا د ننګرهار د عامې روغتیا رييس باز محمد شیرزاد ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د لالپورې ولسوالۍ ستونزه تایید کړه،خو په خبره يي،چې په یاده ولسوالۍ کې د ناامنۍ له امله یوازې ۹۰ ماشومان د پولیو له واکسین نه پاتې ول:

"د ننګرهار ولایت یوازې د لالپورې ولسوالۍ په صفري نقطه کې یوازې ۹۰ ماشومان پاتې وو"

د بازمحمد شیرزاد په خبره دا ستونزه يي د لالپورې ولسوالۍ قومې مشرانو سره شریکه کړې ده،ترڅو د حل په برخه کې اقدام وکړي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ننګرهار په صحت عامه کې د یوې لويې غونډې په ترڅ کې د پولیوضد واکسینو کمپاین پیل شوی و، هغه مهال ویل شوي وو، چې په دې کمپاین کې به د ختیځې سیمې څه باندې اته سوه زره ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي.

خو اوس خپاره شوي رپوټونه ښايي،چې څه باندې شپږویشت زره ماشومان د پولیو له واکسین پاتې دي.

راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG