د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

په بدخشان کې د قدرت د ساتلو پر سر شخړې شوي


په بدخشان ولایت کې د یوه سیمه ییز مقام او د ولسي جرګې د یوه غړي د پلویانو ترمنځ په شخړو کې درې کسان ټپیان شوي دي.

عیني شاهدان وايي، چې دا نښتې د دو سیمه ییزو ځواکونو ترمنځ په ارګو ولسوالۍ کې د قدرت د ساتلو پر سر شوې دي. د بدخشان ولایت چارواکي وايي، چې د دې نښتو د ختمولو لپاره یې ارګو ولسوالۍ ته یو پلاوی استولی دی.

عیني شاهدان وايي، چې د ولسي جرګې د غړي صفي الله مسلم او د سیمې د پخواني جهادي قوماندان عبدالجبارمصدق ترمنځ اختلاف وروسته له هغه اوج ته ورسېد، چې ظاهراً د ولسي جرګې د غړي پلویانو د مصدق د پلویانو یوتن وواهه.

قوماندان مصدق، چې د جرم برحال ولسوال دی په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال ته وویل، د مسلم کسانو د ده یو نژدې ملګری دومره وهلی ډبولی چې اوس ټپي دی.

خو په ولسي جرګه کې د بدخشان استازی صفي الله مسلم د ارګو ولسوالۍ په روانه لانجه کې خپل ګډون ردوي. مسلم وایي چې دا د مصدق د پلویانو خپل منځي ستونزده ده.

خو عیني شاهدان او د ارګو ولسوالۍ سیمه ایز چارواکي دا کړکېچ تاییدوي. د ارګو د پولیسو چارواکي وايي چې تراوسه د دې دواړو سیالانو ترمینځ په نښتو کې درې کسان ټپیان شوي دي. محمد په ولسوالۍ کې له مخدروموادو سره د مبارزې مسوول قوماندان دی چې په نښته کې ټپي شوی:

(دوه درې سوه کسان راغلي وو. موږ د دوی او دوی زموږ خواته راغلل. زه یې په پښه شپږ-اوه چاقوګان ووهلم.

امنیه قوماندان هم ټپي دی. هغه یې په تیږه ویشتی خو نیولی یې نه دی. هغه کوم کورته ننوتی او پټ شوی و.)

د ارګو ولسوال عبدالودودسیدي د دې دواړو سیالانو ترمینځ اختلافات قومي وبلل خو زیاته یې کړه چې په دې اړه تحقیقات روان دي.

په همدې حال کې د بدخشان په مرکز فیض آباد کې چارواکي وايي چې د دې شخړې د حل لپاره یې یوه هیات ته دنده سپارلې ده. د چارواکو په وینا موظف هیات ارګو ولسوالۍ ته استول شوی دی څو د دې ستونزې په اړه څېړنه وکړي او د حل لاره ورته پیدا کړي.
XS
SM
MD
LG