د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۳۶

لېوال: د پاکستان بې ثباتي پر سيمه هم اغېز کوي


لېوال
د پاکستان په کراچۍ ښار کې پرون یوه بمي حمله شوې ده. د کراچۍ په عباس ټاون نومې سیمه کې چې اکثر شیعیه ګان اوسي دې حملې پنځه څلوېښت کسان ووژل او شاوخوا یونیم سل نور یې ټپیان کړي دي.

له دې مخکې په کوټه او نورو سیمو کې هم د شیعیه ګانو پرضد د سني افراطي ډلو له خوا خونړۍ حملې شوې دي. د جنوري په لسمه په کوټه کې د سنوکر په یوه کلپ کې برید 102 کسان او د همدې ښار په هزاره ټاون کې د څو ورځو مخکې برید 113 کسان ووژل.

د بشري حقونو د څارټولنه هیومن رایټس واچ وايي، 2012 کال چې په ترڅ کې یې په پاکستان کې له 400 زیات شیعیه ګان ووژل شول د دې هېواد د شیعیه اقلیت لپاره سخت خونړی کال و.

دا حملې په سیمه کې ثبات ته څه زیان رسولای شي او د پاکستان د راتلونکې لپاره څه اهمیت لري. په دې اړه د سیمه ایزو مطالعاتو د مرکز له رییس غفور لېوال سره احمدتکل مرکه کړې ده.


هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:35 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG