د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۱:۴۹

په چاد کې د القاعده يو مهم مشر ووژل شو


چاد

په افریقايي هیواد چاد کې پوځي ځواکونه وايي، چې د القاعده شبکې یو مهم مشر یې وژلی دی .

د القاعده دا وژل شوی مشر مختار بلمختار نومیږي او د جنورۍ په میاشت کې یې په الجزایر کې د ګاز د استخراج پر تاسیساتو دحملې مسولیت اخیستی وو.

په دې څلور ورځني کړکیچ کې لږترلږه شپیته تنه وژل شوي وو ، چې د دې تاسیساتو زیات شمیر بهرني کارګران هم پکې شامل وو .

د چاد پوځ ویلي، چې مختار بلمختار د شنبې په ورځ د افریقايي هیواد مالي په شمال کې د دوي په عملیاتو کې ووژل شو .

د چاد پوځ په وینا ، ځواکونو یې د مالي په شمال کې د تروریستانو پر یوه مرکز حمله وکړه ، چې د مختار بلمختار په شمول ګڼ شمیر نور مشکوک تروریستان هم پکې وژل شوي دي.

د چاد د پوځ ویاند جنرال ذکریا ګوبونګي (Zacharia Gobongue) د پيښې په اړه د پوځ اعلامیه ولوسته ، چې د دې هیواد له ملي ټلویزیونه خپره شوه .

د اعلامیې په یوه برخه کې وویل شول : د شنبې په ورځ (د مارچ دوهمه ) تر غرمې وروسته د چاد پوځي ځواکونه د مالي په شمال کې د تروریستانو د یوه مرکز په یومخ ویجاړولو بریالي شول . پدې عملیاتو کې زیات شمیر تروریستان وژل شوي دی او د هغوي مشر مختار بلمختار هم پکې شامل دی.

مختاربلمختار ادعا کړې وه ، چې په نونس سوه نویم میلادي کال کې په افغانستان کې روزل شوی وو او د اسامه بن لادن د وسله والو د روزنې په یوه کمپ کې میشت وو .

رپوټونه وايي ، چې یوه سترګه یې هم هلته ړنده شوې وه . د چاد پوځي چارواکو د جمعې په ورځ هم په عملیاتو کې د ابو زید په نوم د یوه بل پيژندل شوي وسله والو د وژلو ادعا وکړه .

البته ، دا خبر تر اوسه د فرانسې پوځي چارواکو ندی تایید کړ . چاد د افریقې له هغو هیوادونو شمیرل کیږي، چې په مالي کې یې د فرانسې په مشرۍ سوله ساتو ځواکونو ته عسکر ورکړي دي.
د دې ځواکونو ماموریت د مالي په شمال کې په ستره بیدیا کې د اسلام پالو وسله والو د فعالیتونو مخنیوی دی . دې وسله والو ډلو څه باندې یو کال مخکې د مالي په پلازمینه کې تر کودتا وروسته دا بیدیا ونیوله او له هغه راهیسې فعالیت کوي.

غربي او سیمیز دولتونه ویره لري، چې دالقاعده شبکه ښايي له همدې ځایه د الشباب او بکو حرام په څير افریقايي وسله والو ډلو سره د اړیکو ټینګولو او د نړیوالو پر ضد د حملو د پلان هڅې وکړي.

د فرانسې جمهور ریس دجمعې په ورځ وویل ، چې په مالي کې د دوي عملیات په وروستیو پړاونو کې دي.

واشنګټن باور څرګند کړی دی، چې په مالي کې میشت اسلامپالي وسله والو تیرکال د لیبیا په بن غازي ښار کې د امریکا د کنسول پر دفتر په حمله او د لیبیا لپاره د امریکا د سفیر په وژلو کې لاس درلود .
XS
SM
MD
LG