د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۰

امريکايي سمندري پوځيان په خاورو خزلو کې له اوسېدو ستړي شوي


د هلمند په سنګين کې د سمندري ځواکونو سرتېري
د هلمند په سنګين کې د سمندري ځواکونو سرتېري
د امریکا د پلي سمندري ځواکونو (Marine) قوماندان جنرال جیمز اموس دوه کاله مخکې د کرسمس د لمانځلو لپاره هلمند ته تللی وو او په یوه ورځ یې یولس پوځې اډې وکتلې.

د نیویارک ټایمز په لیکنه، جنرال جیمز اموس په هلمند کې د امریکا د سمندري ځواکونو زرهاوو عسکر د ډزو له ږغ سره عادت شوي، د خپلو ملګرو د وژل کیدو له صحنو مایوسه شوي، په خاورو خزلو کې له اوسیدو ستړي او په خاورو ککړ مخونه په پوځي اډو کې پراته وو .

نیویارک ټایمز لیکي، چې هلمند په مرینستان بدل شوی وو.

د پنټاګون د زیاتو چارواکو د باور خلاف، امریکايي ځواکونو هلمند ته د افغانستان د ماموریت د مرکز موقف ورکړی وو، پر دې سیمه یې تمرکز زیات کړی وو او د طالبانو په ترکنټرول لاندې سیمو کې يې شدید عملیات کول.

په دې ترڅ کې سمندري ځواکونو سخت تلفات هم ورکړي دي.

د نیویارک ټایمز په وینا، په هلمند کې تر اوسه لږترلږه ۳۶۰ تنه وژل شوي او تر څلور زره اوسه تنه زیات کسان زخمیان شوي دي، چې ځينې یې ډیر شدید وو.

اوس په هلمند کې د سمندري ځواکونو شمیر ۷۰۰۰ تنو ته را کم شوی، خو د اوج په وخت کې یې شمیر ۲۱ زرو ته رسیدلی وو .

په ټول هلمند کې یو مهال د ناټو ۲۴۰ پوځي مرکزونه وو خو اوس له هغو ټولو څخه یوازې ۴۴ پاتې دي.

په هلمند کې هغه ورځنۍ شدیدې جګړې اوس په خال خال نښتو بدلې شوې دي او تلفات دومره کم شوي دي، چې په روان کال کې یوازې یو سمندري عسکر هلته په نښته کې وژل شوی دی.

د سمندري ځواکونو ستر مرکز (Camp Leatherneck) یو مهال په زغره والو جنګي وسایطو ډک وو، چې د ورځپاڼې په باور اوس وران او له خاورو ډک د پیریانو کلا ته پاتې کیږي.

نیویارک ټایمز لیکي، چې د سمندري ځواکونو جنرال جیمز اموس تیره میاشت بیا هم هلمند ته ولاړ تر څو پدې ولایت کې د خپلو ځواکونو وضعیت له نږدې وګوري.

جنرال اموس په هلمند کې خپلو عسکرو ته وویل : له نن ورځې دوه کاله وروسته به دا سیمه خالي وي . ستاسې دا هڅې به پاداش درکړي.

خو نیویارک ټایمز وايي، پوښتنه دلته ده، چې ایا د دومره هڅو ارزښت یې درلود؟

د ورځپاڼې په وینا، دا سمندري ځواکونه به منځني ختیځ، د پسفیک شاوخوا سیمو او افریقې ته واستول شي.
د سمندري ځواکونو قوماندان جنرال جیمز اموس ویلي، چې ډير شک نه لري، چې د هلمند ماموریت د ورکړ شویو قربانیو ارزښت درلود .

د ده په و ینا، د هلمند په ټولو ولسوالیو کې د سرک د غاړې تر بمي چاودنو او انتحاري حملو، د تشدد څخه ډکو پيښو شمیر راکم شوی دی خو د وسله والې نښتې باید لا کمې شي.

سرکونه پاک شوي دي، د بازارونو امنیت ټینګ دی نو د لښکرګاه، نادعلي او مارجې په څير بیلا بیلو سیمو کې د کوچنیو بزنسونو او کاروبارونو ودې ته زمینه برابره ده . ملکي تلفات شل فیصده را کم شوي دي.

په هلمند کې د امریکا د سمندري ځواکونو او بریتانوي پوځيانو د شمیر له کمیدو سره په یوه وخت د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمیر زیات شوی دی او اوس پدې ولایت کې د ملي اردو شپاړس زره عسکر دیره دي.

دا ځواکونه په ډيرو سیمو کې په خپل مټ په هلمند کې ګزمې کوي. په راتلونکو څو میاشتو کې به دا عسکر د ناټو په ډيره لږ مرسته د ټول ولایت د امنیت ټینګولو مسولیت واخلي.

د امریکا د سمندري ځواکونو قوماندان جنرال جیمز اموس په هلمند کې د سمندري ځواکونو د شمیر د کمولو د پریکړه د څرنګوالي په اړه نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي:

زما په باور تاریخ ثابته کړه، چې دا کار پر ځاي وو . دا په دې معنی نه ده، چې دا کار خطر نه لري . دا پدې معنی نده، چې شرایط تغیر نه شي کولای خو دا فکر نه کوم، چې تغیر به وکړي.

خو ځينی کسان داسې فکر نه کوي. د نیویارک ټایمز په وینا، ډير کسان په دې باور دي، چې له هلمنده د سمندري ځواکونو له وتلو سره سم به وسله وال طالبان سیمې ته ستانه شي.

د هلمند د کوکنارو کښتونه، چې د ټولې نړۍ د اپیمو څلویښت فیصده تولیدوي لا هم د عوایدو ښه سرچینه ده .

په تیر یوه کال کې د هلمند په زیاتو شمالي ولسوالیو کې بې امنیتي زیاته شوې ده .

د ورځپاڼې په لیکنه، په هلمند کې دولتی اداره تر دې حده په فساد لړلې ده، چې حتی د پولیسو پر افسرانو تور لګیږي، چې پر خلکو جنسي تجاوز کوي او حکومت ته د وفادارۍ روحیه ډيره کمزورې ده .

په امریکا کې د کارنیګي د سولې په مرکز کې څيړونکې ساره چایس د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي:

خلک به هیڅ وخت د داسې حکومت ملاتړ ونه کړي، چې هغوي ته تکلیف ورکوي او ځورول کوي.

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د (Jackson) د عملیاتي مرکز قوماندان دونالد تومیچ نیویارک ټایمز ته ویلي : اوس افغانان له افغانانو سره جنګیږي.
XS
SM
MD
LG