د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۷

کري: مصري سياستوال دې اختلافات پايته ورسوي


کري
کري
د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیوچارو وزیر جان کري مصري سیاستوالو ته خبرداری ورکړ، چې له اقتصادي ستونزو د خپل هیواد د خلاصون لپاره اختلافات پاي ته ورسوي او پریږدي، چې مصر یو وار بیا په سیمه کې د مخکښ هیواد ځاي خپل کړي.

جان کري د مصر د ولسمشر محمد مرسي او د دې هیواد د فاع وزیر څخه غوښتنه وکړه ، چې د اختلافاتو د حل لپاره د یوې جوړجاړي لپاره هڅې وکړي.

کري وویل : ټولو لوریو له خوا باید د داسې موضوعاتو په اړه ، چې د مصر خلکو ته اهمیت لري د یوه معقول جوړجاړي تمایل موجود وی.

امریکا ویره لري، چې په مصر کې د ناکراریو دوام به په ټوله سیمه په ځانګړي ډول په منځني ختیځ کې وضعیت بې ثباتۍ ته بوزي.

امریکايي مقاماتو ویلي، چې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر جان کري د مصر د ولسمشر محمد مرسي او نورو لوړ رتبه چارواکو سره د سیمې لپاره د مصر پر مخکښ رول او له اسراییل سره د دې هیواد د سولې د تړون د رعایت پر اهمیت خبرې وکړي.

امریکايي سرچینو ویلي وو، چې جان کري به همدا راز له مصري چارواکو غوښتنه وکړي، چې غزې ته د وسلې د قاچاق مخنیوی وکړي، د سینا د امنیت ټینګولو هڅې زیاتې کړي او په سوریه کې د روان بحران په وړاندې خپل مثبت رول ټینګ وساتي.

د امریکايي مقاماتو په وینا، په مصر کې پارلماني انتخابات را نږدې کیږي او د داخلي سیاست په اړه په مصر کې د ټولو خواوو ترمنځ د یوه جوړجاړي رامنځ ته کیدل ډير اهمیت لري.

د جمهور ریس مرسي مخالفې لیبرال او غیر مذهبي ډلې وايي، چې دا انتخابات به تحریم کړي.

په عین حال کې د پولیسو او اعتراض کونکو ترمنځ له تشدد څخه ډکې نښتې په مصر کې د بې امنیتي د زیاتیدو سبب شوې دي او د نړیوالو مرستو د ترلاسه کولو لپاره د دې هیواد هڅې یې له خنډ سره مخامخ کړې دي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري د شنبې په ورځ له مصري مقاماتو سره په خبرو کې وویل ، چې د پيسو له نړیوال صندوق څخه د ۴ اعشاریه اته ملیونه پور د ترلاسه کولو لپاره د اقتصادي اصلاحاتو را وستل ضروري دي.

که چیرې دا پيسې مصر ته ورکړ شي نو هغه مرستې به هم ورته ورسیږي، چې د امریکا جمهور ریس بارک اوباما تیر کال دې هیواد ته ژمنه کړې وه .

جان کري په مصر کې د اپوزیسیون له ډلو سره هم وکتل خو داسې څرګندیږي ، چې د یوه ګډ نظر د رامنځ ته کولو لپاره هڅې یې ډیرې موثرې نه وې .

ویل شوي ، چې د امریکا په سفارت کې دې غونډې ته د اپوزیسیون یولس استازي ور بلل شوي وو خو یوازې شپږ تنه ورغلي وو ، چې دریو تنو یې د انتخاباتو د تحریم کولو غږ کړی دی.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر ویلي، چې امریکا په مصر کې د کومې ځانګړې ډلې ملاتړ نه کوي او له ټولو لوریو یې غوښتنه کړې، چې د بیان ازادي ، بشري حقونو او مذهبي ازادیودرناوی وکړی.
XS
SM
MD
LG