د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۲:۳۶

بشار الاسد : واک به خوشې نه کړم


د سوريې ولسمشر
په یوې مرکې کې د سوریې ولسمشر بشار الاسد ویلي دي چې دى به واک خوشې نه کړي او او پر بریتانیا یې انتقاد کړی، چې د تیرو دوو کلونو د خونړۍ شخړې په ترڅ کې دده د مخالفو وسلوالو ملاتړ کوي .

له بریتانوي ورځپاڼې سنډی ټایمز سره په دې ویډیويي مرکې کې بشارالاسد د بریتانیا پر حکومت لفظي ګوزارونه کړي دي او د سوریې په کړکیچ کې یې د ددې هیواد لاس وهنه سادګي او غیرې واقعي بللې ده:

”موږ څنګه له بریتانیا څخه دا تمه کولی شو چې د سوریې د کړکیچ په هواري کې رول ولوبوي په داسې حال کې چې دا هیواد د ستونزې پوځي کولو ته ژمن دی ؟ موږ څنګه له دوی غوښتنه کولی شو چې د وضعيت په ښه کیدو کې رول ولوبوي څو ثبات رامنځ ته شي. موږ له هغو څنګه تمه کولی شو چې تاوتریخوالی راکم کړي ، په داسې حال کې چې دوی غواړي تروریستانو ته پوځي اکمالات واستوي او هڅه نه کوي چې د سوریې د خلکو ترمنځ خبرې اترې اسانه کړي ؟ دا منطقي نه ده”

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ د بشار الاسد د څرګندونو په عکس العمل کې د اسد د وروستۍ ادعاوې په معاصر تاریخ کې د یو هیواد د مشر تر ټولو مبهمې څرګندونې بللې دي .

ویلیم هیګ ویلي دي :

”دا هغه سړی دی چې په سوریه کې د روانو وژنو مشري کوي . او هغه ته زموږ پیغام دادی چې موږ بریتانویان هغه څوک یوو چې هغو خلکو او کورنیو ته خوراکي مواد ، خیمې او بړستنې استوو چې دده له لاسه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي”

بریتانیا ، د ګڼو لويدیځو اروپايي هیوادونو ، امریکا او څو عرب هیوادونو سره یوځای د سوریې د اپوزیسون د هغه دریځ ملاتړ کوي چې د بشار الاسد لپاره ، په راتلونکې کې حکومت کې هر ډول رول ردوي .

دې هیواد همدارنګه د سوریې یاغیانو ته د اروپا له خوا د وسلې د ورکولو د بندیز د ختمولو غوښتنه هم کړې ده ، خو اروپايي ټولنې دا غوښتنه رد کړې او یوازې یې غیرې پوځې او تخنیکي مرستو ته اجازه ورکړې ده .

ویل کیږي چې په تیرو دوو کلونو کې د بشارالاسد د حکومتي ځواکونو او هغو مخالفو وسلوالو ترمنځ جګړو کې د اویا زرو څخه زیات کسان وژل شوې دي چې د بشار الاسد د لرې کیدو غوښتنه کوي .

خو بشار الاسد سنډی ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې واک به خوشې نه کړي او زیاته کړې یې ده :

”دا خندونکې ده چې ومنو داسې یو ګام به په سوریه کې روانه جګړه ودروي”

بشار الاسد ویلي دي چې دا به له اپوزیسون سره خبرې اترې وکړي خو له تروریستانو سره خبري نه کوي .

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون او د سوریې لپاره نړیوال استازي اخضر براهیمي ویلي دوی چمتو دي چې د اسد او اپوزیسون ترمنځ د سولې د خبرو منځګړتوب وکړي .

د بشار الاسد سره دا مرکه تیره اونۍ په دمشق کې د المهاجرین په نوم د نوموړې په ماڼۍ کې ثبت شوې ده ، خو خپره په داسې حال کې شوه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ، د منځني ختیځ په سفر بوخت دی چې تر ډیره د سوریې په کړکیچ متمرکز دی .

د امریکا متحدو ایالتونو تیره اوونۍ د لومړي ځل لپاره ژمنه وکړه چې د اسد ضد ډلو ته به غیرې پوځي مرستې واستوي ، او شپږ شپیته میلونه ډالر به په هغو سیمو کې پر زده کړو او د اسانیتاوو په برابرولو ولګوي چې د حکومت د مخالفو وسلوالو په واک کې دي .
XS
SM
MD
LG