د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

نګاه: په ایران کې د افغان زندانیانو د محاکمې بهیر شفاف نه دی


د افغانستان مدني ټولنو په ایران کې د افغان زندانیانو د اعدامیدو په اړه اندیښنه وښوده او د ایراني چارواکو دا کار یې له بشري حقونو سره په ټکر کې وباله.

د مدني ټولنو ځینو ارګانونو د یکشنبې په ورځ له افغان حکومت او نورو اړوندو ادارو

د افغانستان د مدني ټولنو یو شمیر غړي له ایران څخه غواړي چې انساني کرامت ته درناوي ولري او د افغان زندانیانو د دوسیو په تعقیب کې له عدالت او شفافیت څخه کار واخلي.

د مدني ټولنې یو غړي یاسین نګاه وایي، افغان زندانیان د مدافع وکیل له درلودو پرته په ایران کې په دار ځړول کیږي.

ښاغلي نګاه چې د یکشنبې په ورځ له خپلو نورو همکارانو سره په ګډه په کابل کې یوه خبري کانفرانس ته خبرې کولې؛ وویل چې، ایران د افغان زندانیانو د محاکمې پرمهال هیڅ ډول عدالت په پام کې نه نیسي.

"دا چې افغانان په ایران کې څنګه نیول کیږي او اعدامیږي او په کوم جرم په دې برخه کې هیڅ شفاف معلومات او راپور نه دی موجود.

له نوي فیصدو څخه زیات اعدام شوي یا په اعدام محکوم کسان د مخدره موادو د قاچاق په جرم نیول شوی. دا یوه عمومي خبره ده، خو دا باید معلومه شي، چې د کومو اسنادو او شواهدو له مخې.

افغان زندانیان مدافع وکیل ته له لاس رسي پرته په دار ځړول کیږي."

د مدني ټولنو ځینو غړو په ایران کې د اعدام شویو افغانانو جسدونو ته د بې احترامۍ په اړه اندیښنه وښوده او ویې ویل چې دا مهال ډیر اعدام شوي جسدونه د ایران په سړو خونو کې ساتل کیږي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي؛ چې دوی له ایران څخه غوښتنه کړې، چې په دې هیواد کې د افغان زندانیانو د اعدامونو لړۍ د موضوع د یوې دایمي حل لارې تر پيدا کیدو پورې وځنډوي.

د دې وزارت ویاند جانان موسي زي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې دغه غوښتنه د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول په ویانا کې له خپل ایراني سیال څخه وکړه او هغه هم د عملي کیدو ژمنه ورکړه.

"د ایران د بهرنیو چارو وزیر وعده وکړه؛ چې دی به په خپل نوبت د ایران د قضایه قوې له رییس نه دا غوښتنه کوي؛ څو د ټولو افغانانو په اړه د اعدام حکم د تعلیق په حالت کې راولي، دا ترهغه وخته پورې چې د افغانستان او ایران قضایه قوې یو له بل سره کیني او دې موضوع ته یوه دایمي حل لاره پیدا کوي."

موسی زي وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به د افغانستان د قضایه قوې یو لوړ پوړی پلاوی ایران ته سفر وکړي او هلته به له ایراني چارواکو سره د افغان زندانیانو د اعدامیدو موضوع ته یوه دایمي حل لاره پيدا کړي.

که څه هم ښاغلي موسی زي ایران ته د دغه پلاوي د تګ دقیقه نیټه په ګوته نه کړه؛ خو ویې ویل چې، د دې پلاوي له سفر سره به د ایران او افغانستان د قضایه قوو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ یو ښه میکانیزم جوړ شي.

تراوسه معلومه نه ده چې ایران په عمومي توګه څومره افغان زندانیان اعدام کړي؛ خو تیره اونۍ یوازې د تخار په کلفګان ولسوالۍ کې په ایران کې لس تنه اعدام شوي افغانان خاورو ته وسپارل شول.

دغه راز تیره اونۍ د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې هم پنځه تنه چې په ایران کې اعدام شوي وو؛ خاورو ته وسپارل شول.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG