د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

د ناتو افغان ملاتړي د ژوند په لټه کې


سیډنې مورنیینګ هیرالد (The Sydney Morning Herald) ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کي د ملکې وګړو د وژنې په اړه چې کوچنیان هم پکي شامل دي، یو مضمون خپور کړی او په یوې برخې کي یي راغلي:

په افغانستان کي د امنیت ساتنې نړیوال مرستندویه ځواک (آیساف) تائید کړې چې د ملکیانو د وژنې د هغو ادعاو په اړه یې څيړنه پیل کړي، چې ممکن په افغانستان کې دېره آسترالیایي ځواکونه په کې دخیل وي.

ورځپاڼه لیکي: د SBS خبري شبکې د جمعې په شپه د موثقو افغان منابعو په حواله راپور ورکړ چې د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ په شمال کې د شهید حساس ولسوالۍ په عملیاتو کې دوه کوچنیان هم وژل شویدي.

ورځپاڼه زیاتوي، د آسترالیا دفاع وزارت تائید کړې چې د ارزګان په شمال کې د عملیاتو د پیښې په اړه یي تحقیقات پیل کړي دي، خو زیاتې څرګندونې یې نه دي کړي.

سیډنې مورنینګ هیرالد لیکي:

په ۲۰۱۰ م کال کې آسترالیایي کوماندوګان د انتقام په دود، د پنځو کوچنیانو په ګډون د شپږو ملکې افغانانو په وژنې تورن شوي وو. خو یو کال وروسته یي برائت حاصل کړ.

امریکا چاپ لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې : د ناتو افغان ملاتړې د ژوند کولو په لټه کي دي – تر سرلیک لاندي یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې لیکي:

له ناتو او ایتلافي ځواکونو سره د افغان کارکوونکو او د هغوى کورنۍ د وسله والو تر حملو او ګواښونو لاندي دي ، خو متحده ایالاتو دغو کسانو ته د مهاجرت د ویزو ورکول ورو کړی دي.

لاس انجلس ټایمز زیاتوي، له کابل څخه بهر ، په سړک کې د یوه موټرڅنګ ته د دوو کسانو مړي چي په ګولیو سوري سوري وو، ايښودل شوي وو.

دې کسانو له کابل څخه بهر د ایتلافي ځواکونو په یوې اډې کې کار کاوه. یو د ناتو ځواکونو ترجمان او بل په اډې کي ساتونکی و. دي دواړو کسانو ته د کورنیو د زیات شمیر غړیو نفقه ورپه غاړه وه.

ورځپاڼه لیکي:

له بهرنیو ځواکونو سره د کارکوونکو دا وروستۍ وژنه خلکو ته ور په زړه کوې چې په زرونو شمير افغانان چې له ایتلافي ځواکونو سره د ترجمانانو، فرهنګې سلاکارانوپه دندو او یا په نورو برخو کي کار کوي، له خطر سره مخامخ دي .

د دې کسانو زیات شمیر که کلونه نه وي، له میاشتو راهیسي د امریکا د متحده ایالاتو او په ایتلاف کې د شاملو نورو هیوادونو خاصې اجازې یا ویزو ته منتظر دي، اواندیښمن دې چې د ۲۰۱۴ م کال په پاي کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ممکن دوي په میدان پاته شي.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د غفار په نامه ۳۷ کلن افغان ترجمان خبرې راخیستي چې شپږ کاله یې له امریکایي ځواکونو سره په ګزمو او یرغلونو کې ملګرتیا کړي.

ورځپاڼه لیکي: وسله وال، غفار کافر بولې او د وژلو خبرداری یې ورکړی دی. خو غفار ددي ګواښونو خیال نه ساتې او په خندا کې وایي: طالبان ختم شویدي. دوي یو تاریخ دی. غوره داده چې له ایتلافې ځواکونو سره مرسته وکړو ترڅو په افغانستان کې سوله او ثبات ټينګ شي.
XS
SM
MD
LG