د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۷

"افغان حکومت ته د سوداګرۍ او صنایعو خونې خبرداری"


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وایي، چې د هیواد ټولو بار وړونکو اتحادیو کاربندي پیل کړې او ویلي یې دي، ترڅو چې، له دوی څخه د ښاروالی د ټکسونو اخیستل له منځه لاړنه شي، فعالیت به ونه کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ ا وصنایعوخونه حکومت ته خبرداری ورکوي چې؛ که د دوی غوښتنې ونه منل شي، ټولې بار وړنکې اتحادیې به خپل نقلیه وسایط به ودروي.

د دې خونې چارواکو د شنبې په ورځ په کابل کې د ټرانسپورټي اتحادیو له مسوولینو سره په ګډه ناسته کې وویل؛ د وزیرانو شورا د پریکړې له مخې ورڅخه یوځل په سرحدي ګمرکاتو کې د ښاروالۍ په نوم پیسې اخیستل کیږي. خو په دې وروستیو کې بیا په لارو کې د ښاروالۍ مامورین موظف او نورې پیسې ترې هم اخلي.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل، که د ښاروالي په نامه ترې دا پیسې اخیستل بند نه شي؛ باروړونکي نقلیه وسایط خپل فعالیتونه ودروي.

"څلورزره نقلیه وسایط په تورخم، اسلام قلعه، کندهار، ویش او داسې نورو بندرونو کې ولاړي دي؛ دوی نه غواړي، چې د ښاروالۍ په نامه دې څو څو ځلې تکسونه ورکړي؛ د وزیرانو شورا دپرېکړې له مخې یې یوځل په ګمرک کې ادا کوي، دوه ځل لازمه نه ده دا ټکس ورکړي، اقتصادي فعالیتونه په ټپه ولاړ دي، حکومت باید ځواب ووایي، که په مارکیټونو کې مواد ګران شول، ذمه واریې حکومت دی.

هیله ده حکومت دا ستونزه ژرترژره حل کړي."

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د معلوماتو له مخې څه باندې درې میاشتې مخکې د وزیرانو شورا پریکړه وکړه؛ چې له وارداتي مالونو د محصول سره خوجت دې، له دوی څخه صفراعشاریه پنځوس فیصده د ښاروالۍ په نوم هم واخیستل شي؛ چې دوی دا پریکړه منلې ده او اجرا کوي یې.

خان جان الکوزي داهم وویل، له باروړونکي نقلیه وسایطو څخه دا ډول پیسې اخیستل د موادو په بیو ناوړه اغیز کوي.

د باروړونکو ټرانسپورټي اتحادیو مسوولینو وویل؛ د پنجشنبې له ورځ راهیسې د هېوادپه ټولو سرحدی کمرګونو کې په وارداتي مالونو بار لارۍ ولاړې او حکومت یې تراوسه غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، پر مساله به له خصوصي سکتور سره بحث وکړي؛ څو د ستونزې حل ته یوه لاره ومومي.

خو د مالیې وزارت وایي، د ښاروالۍ په نوم له باروړونکو نقلیه وسایطو څخه د ټکسونو اخیستل یا نه اخیستل، د وزیرانو شورا په واک دي.

د دې وزارت ویاند وحیداله توحید ازادي ته وویل:

"د مالیې وزارت د وزیرانو شورا له پریکړې پرته اقدام نه شي کولی. که وزیرانو دا ټکسونه معاف کړل او که یې جاري وساتل، دا د مالیې د وزارت له واکه پورته پریکړه ده."

توحیدي هیله وښوده، چې د وزیرانو په دې هکله ژر ترژره یو پریکړه وکړي.

کارپوهان وایي، سره له دې چې په وروستیو کلونو کې د هیواد په وارداتو او صادراتو کې د باروړونکو نقلیه وسایطو اتحادیو د پام وړ ونډه اخیست؛ خو ډیر ځلې لیدل شوي، چې دې وسایطو ته په هیواد کې دننه او په ګاونډیو هیوادونو کې ستونزې پیښې شوي.

دوی وایي، په دې برخه کې د حکومت د نیمګړیو پالیسو له امله د ټرانسپورټ او ټرانزیټ فعالیتونه ټکنی کیږي او د موادو ځنډیدل یې، پر مارکیټونو ناوړه اثر پرې باسي.
راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG