د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

"دفاع وزارت د الوتکو د اخیستلو له تړون څخه بې خبره دی"


د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال دولت وزیري
د افغانستان د فاع وزارت له هغو راپورونو څخه بې خبري وښوده؛ چې وایي، امریکا له یوې برازیلۍ کمپنۍ څخه د افغانستان د هوایي ځواکونو لپاره شل الوتکې اخلي.

لویدیځو رسنیو خبر ورکړی، چې متحده ایالات په دې هڅه کې دی، چې د افغانستان هوایي ځواکونه پیاوړي کړي.

سره له دې چې افغان چارواکي د دې هیواد د ځواکونو د پیاوړتیا لپاره هره هڅه ستایي؛ خو ټینګار کوي، چې په دې هکله هر تړون باید د دوی په سلا مشوره لاسلیک شي.

وال ستريت جورنال ورځپاڼې خبر ورکړی؛ چې امریکایي چارواکو افغان ځواکونو ته د الوتکو د ورکړې تړون د "سيرا نيواډا کورپ" په نوم له یوه برازیلي شرکت سره لاسلیک کړی.

خو د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي که څه هم د افغان ځواکونو سمبالول اړین بولي؛ وایي چې، دوی لا تراوسه له دې ډول کوم تړون څخه خبر نه دي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل؛ امریکا باید په هر پوځي تړون کې د دفاع وزارت تایید ترلاسه کړي.

"موږ له دې تړون ناخبره یو، هیڅ په جریان کې نه یو، زه فکر نه کوم چې تراوسه دې کوم داسې تړون شوی وي، دوی فکر کوي، چې که له برازیل نه الوتکې واخیستل به ښه وي دفاع وزارت تر اوسه په جریان کې نه ده؛ کله چې په جریان کې شوو موږ به تاسې ته خبر درکړو."

ویل کیږي، د دې تړون له مخې به امریکا افغان هوايي ځواک ته د ۴۶۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۲۰ جنګي الوتکې افغانستان ته وپیري.

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د يوه اغیزمن ځواک د جوړېدو په برخه کې د امريکا هڅې له ستونزو سره مخامخ وې؛ خو له دې نوي تړون سره په کې پرمختګ شوی.

لویدیځو رسنیو ویلي، چې له شوي تړون سره به د افغانستان دغه نوي روزل شوي پوځ د لومړي ځل لپاره بريد کوونکې وړې الوتکې ترلاسه کړي.

د پوځي چارو ځینې افغان کتونکي هم د افغان هوایي ځواکونو پیاوړتیا ډیره اړینه بولي؛ خو وایي چې په دې برخه کې د افغان حکومت سلا مشوره هم مهمه ده.

د پوځي چارو کارپوه جنرال امرالله امان ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې اړونده افغان حکومتي چارواکي باید په دې ډول تړونونو کې هرو مرو حاضر وي.

"هغه شی چې د افغانستان حکومت پورې اړه لري او افغان دولت ورباندې باور من ووسېږي، زه فکر کوم هغه به ښه وي، د دې لپاره چې افغان دولت باید د خرید صلاحیت ولري؛ د الوتکې نوع باندې پوه شي، څه ډول ده، په کوم کال کې جوړه شوې، کله چې تخنیکي ستونزې رامنځ ته کیږي؛ ایا اضافي سامان شته چېرته دي اسانه پیداکیږي که نه."

د دفاع وزارت د چارواکو په خبره اوس مهال ملي اردو نږدې ۵۰ ټرانیسپورټي الوتکې او هليکوپټرې لري، چې ډیرې کمې دي او باید چې امریکا او ناټو دې مسالې ته جدي پاملرنه وکړي.

افغان دولت تل له نړیوالو په ځانګړې ډول له امریکا په وار وار د خپل هوايي ځواک د تقویې لپاره د مرستو غوښتنه کړې دی.

له جګړې نه وړاندې افغان ملي اردو نږدې ۴۵۰ بېلابېلې الوتکې درلودې؛ چې ډیرې یې له مینځه تللي او یوڅه چې یې پاتې دی ډیرې زیانمنې شوي دي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG