د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۶:۵۸

د بهرنيو ځواکونو بمبارۍ پنځه طالبان ووژل


د کونړ والي فضل الله وحیدي ازادۍ راډیو ته وویل چي دشنبي دورځي سهار دنړیوالو ځواکونو الوتکو دغازي اباد ولسوالۍ په درین دره کې بمباري کړې او په نتیجه کې يې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

والي زياته کړه:

”په غازی اباد ولسوالی کې هوايي ځواک کارول شوى، په پايله کې درې قومندانان له خپلو دوو ملګرو سره وژل شوي، يو هیت مو لیږلی او تر اوسه يې دقیق معلومات نه دي راکړي“

والي د وژل شويو درېیو قومندانانو د پیژندګلوۍ په اړه زیات معلومات ورنکړل، خو د سیمې اوسېدونکي وايي یو په کي قومندان نعمت الله چې په حیدري مشهور و او بل قومندان اخترمحمد چې دواړه د غازي اباد ولسوالۍ اوسیدونکي وو- وژل شوي دي.

د کونړوالي سيد فضل الله وحيدي وايي د شیګل ولسوالۍ په شلتن دره کې د سیمي د پاکولو لپاره ګډو ځواکونو چاڼیز عملیات پیل کړي چې اوس هم دوام لري:

”له شلتن درې نه دا عملیات روان دي، چې دا چاڼیز عملیات دي او په دې کې منطقه لټول کیږي.هغو منطقو کې پرمخ ځي چې د خلکو شکایتونه ترې رارسیدلي وو، چې په سیمه کې بهرني وسله وال پیدا شوي او خلک ځوروي”

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له قومندانۍ بګرام څخه ازادۍ راډیو
ته په یو رالیږلي لیکلي پیغام کي ويلي چې د دوى د هوايي بمبار په نتیجه کې څلور وسله وال وژل شوي دي.

تراوسه وسله والو طالبانو دنړیوالو ځواکونو او افغان دولت لخوا د شوي دعوې په اړه څه نه دي ويلي.

روح الله انوري/ کونړ
XS
SM
MD
LG