د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۵۴

د پوليسو تلفات زيات شوي


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د افغان پولیسو د مرګ ژوبلې د زیاتیدو په اړه یوه مقاله لیکلې او په پیل کي یي راغلي:

افغان چارواکو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په تیرو دوو ورځو کې په دوو جلا حملو کي لږ ترلږه دیرش تنه پولیس وژل شوي دي.

ورځپاڼه لیکي: د کنړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د پنجشنبې په ورځ د سړک د غاړي بمې چاودنې کې د سرحدي پولیسو اته کسان ووژل شول. حکومتې چارواکو دا هم ویلي چې د کنړ له حملې څخه یوه ورځ وړاندي په هلمند ولایت کې د محلې پولیسو دوه تنه ، د دوو کسانوله خوا چې د پولیسو له لیکو سره تازه یوځاي شوي وو، ووژل شول .

په غزنې ولایت کې وسله والو طالبانو د سیمه اېزو پولیسو ۱۷ تنه ونیول او وروسته یي ووژل . په همدي ورځ په کندهار ولایت کې د پولیسو یوه افسر چې طالبان یي د دوي ملاتړی بولې، خپل دري تنه ملګري پولیس په ډزو ووژل.

نیویارک ټایمز وړاندي لیکي: د پولیسو لیکو ته د نویو کسانو د نیولو او د سوابقو کتنه یي د افغان حکومت او امریکایي سلا کارانو لپاره یوه دوام داره مسله ده.

ورځپاڼه لیکي: سیمه اېز پولیس چې روزنه او پالنه یي د امریکا د خاصو ځواکونو له خوا کیږي، د هیواد د امنیت ټینګولو د پلان یوه مهمه برخه ده، او په هغو کلیو او باڼدو کې ګزمې کوې چې ملي پولیس او پوځ پکي نه ترسترګو کیږي.

ورځپاڼه زیاتوي، محلې پولیس په ځینو سیمو کې ستونزې هم رامنځ ته کوي. دوي په ادارې فساد او له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن دي.

ایکانومیست مجلې په وروستۍ ګڼې کې له افغانستان څخه د امریکا د خاصو ځواکونو د ایستلو په اړه د جمهور رئیس حامد کرزي حکم ته اشاره کړې او لیکي:

له میدان وردګو ولایت څخه د امریکا د خاصو ځواکونو د ایستلو په اړه د جمهور رئیس حامد کرزي د فبرورۍ د ۲۴ مي حکم د ناتو په مشرۍ ایتلاف حیران کړی دی.

جمهور رئیس کرزي په میدان وردګو کې دېره خاصو ځواکونو ته دوې اوونۍ وخت ورکړی چې له سميې باید ووخې او د خلکو په وژنې او نیولو یې تورن کړی دي.

ایکانومیست زیاتوي، د جمهور رئیس کرزي له خوا په افغانستان کې د دېره امریکایي ځواکونو د ایستلو حکم د ایتلافې ځواکونو د ستراتیژۍ د مهمې برخې په اړه پوښتنې پیدا کړي. خاص ځواکونه د طالبانو پر ضد جګړو کی مهمه ونډه لري او نور پوځیان له ۲۰۱۴ م کال مخکې د افغان ځواکونو د روزنې او مشورو په چارو بوخت دي.

ایکانومیست لیکي: ناتو او افغان قوماندانان د طالبانو په ټکولو او ضعیفه کولو کي د امریکا د خاصو ځواکونو د یرغلونو او حملو ستاینه کوي.
XS
SM
MD
LG