د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

چين غواړي ګوادر په مهم تجارتي مرکز بدل کړي


چین غواړي ګوادر بندر چې د پاکستان په ناامنه بلوچستان ایالت کې پروت دی، په سیمه کې د تجارت په یوه مهم مرکز او ښايي حتی په سمندري تاسیساتو بدل کړي.

پاکستان او چین وايي چې په عربي خلیج کې د ګوادربندر رغونه به په منځنۍ آسیا کې د سوداګرۍ ودې ته امکان برابر کړي خو بلوڅ بېلتونپال دا هغه هڅې بولي چې هدف یې د خپلواکۍ لپاره د دوی د آواز زیندۍ کول دي.
مخور بلوڅ شخصیت امیراحمدسلیمان داود چې نیکونو یې د بلوچستان پر پراخ قلمرو واک چلولی د ګوادر د رغونې پروژه د خپل پلرني وطن د لاندې کولو لپاره د پنجاب نوې هڅه بولي:

“کله چې چین په دې ډول سره لاسوهنه کوي، موږ ته د خپل ټاټوبي د دفاع بله هېڅ لاره نه پاتې کېږي. چینایان دلته د پنجابیانو او پوځ په بلنه راغلي دي. موږ نه دي راغوښتي”

ګڼ شمېر بلوڅ ملتپال پر پنجاب تور لګوي چې له بلوچستان سره د یوې مستعمرې په توګه چلند کوي او د دوی د انرژۍ او کانونو زېرمې غلا کوي. په بلوچستان کې له کلونو راهیسې تشدد روان دی او وسله وال بېلتونپال د پوځ پر پوستو او د تېلو د انتقال پر پایپ لاینونو حملې کوي.

حتی منځلاري بلوڅان هم د چین پلان ته چې غواړي ګوادر بندر په یوه مهم تجارتي مرکز او ښايي په سمندري تاسیساتو بدل کړي د یوه خطر په سترګه ګوري. د بلوڅانو د ملي ګوند مرستیال مشر حاصل بزنجو که څه هم د چین د پانګونې ملاتړ کوي ځکه د ده په وینا خلکو ته به د کار امکان برابر کړي خو خبرداری ورکوي چې د پاکستان له نورو سیمو به خلک د کار لپاره هلته ځی مګر په خپله بلوڅان به وزګار ګرځي.

په بلوچستان کې بې امنیتي دا پوښتنې رامینځ ته کوي چې په ګوادر کې د اسلام آباد او پېکېنګ د پانګونې اهداف تجارتي دي که ستراتیژیک؟

پېکېنګ وايي، غواړي له ګوادر څخه خپل لویدیځ سینکیانګ ایالت ته د انرژۍ د لېږد د دهلېز په توګه کار واخلي خو پېکنګ په عین حال کې د هند سمندر په دې سیمه کې داسې بندري تاسیسات هم جوړ کړي چې د لویدیځ خوا ته د چین د سمندري ځواک د څارنې امکان برابرولای شي.

په واشنګټن کې د جرمن مارشال فنډ تحقیقاتي ټولنې د پاکستان او چین د چارو د کارپوه اندریوسمال Andrew Small په نظر په دې پانګونه کې ستراتیژیک اهداف نغښتي دي:

”یوازې په بلوچستان کې نه، بلکې په ټول پاکستان کې د عمومي امنیتي حالت معنا داده چې د انرژۍ د دهلیز مسئله د هغه وخت په پرتله چې د دې پروژې مفکوره لومړی ځل رامینځ ته شوه، اوس ډېره پېچلې شوې او دا هغه کسان چې په ګوادر کې ترهرڅه مخکې د احتمالي سمندري تاسیساتو په توګه د استفادې احتمال ویني د چین په څنګ کې دروي”

د سمال په وینا د پاکستان او چین د نژدې پوځي اړیکو معنا دا ده چې پېکنګ غواړي له ګوادر څخه خپلو بېړیو ته د سونګ موادو د رسولو د زېرمې او د نیمه دایمي سمندري تاسیساتو په توګه کار واخلي.

د هند دفاع وزیر اې کې انتوني A. K. Antony د دې میاشتې په پیل کې د اسلام آباد پر دې پرېکړه چې غواړي د ګوادربندر چارې چین ته وسپاري اندېښنه وښوده خو واشنګټن تراوسه په ښکاره څه نه دي ویلي. په همدې حال کې اسلام آباد وايي چې دا معامله تجارتي اهداف لري.
XS
SM
MD
LG