د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

د پاکستان پخوانى ولسمشر پروېز مشرف پاکستان ته ستنېږي


د پاکستان پخواني ولسمشر پروېز مشرف اعلان کړى چې ډېر ژر به پاکستان ته ور ستون شي. مشرف نن په دوبی کې يوې خبري غونډې ته ويلي؛ چې ګوند به يې د پاکستان په راتلونکيو انتخاباتو کې برخه اخلي.

د ټول پاکستان مسلم ليګ ګوند مشر او د پاکستان پخواني ولسمشر پروېز مشرف د جمعې په ماځيګر د عربي اماراتو په دوبی ښار کې د خپل ګوند د څو مشرانو په منځ کې د رسنيو په وړاندې را څرګند شو او ويې ويل، چې د پاکستان بحراني حالاتو ته په پام سره يې پرېکړه کړې؛ چې پاکستان ته را ستون شي:

"لنډ مهالى حکومت چې څنګه هم جوړ شي، هيله من يم چې د مارچ تر شپاړسمې جوړ شي، نو زه به تر هغه وروسته په يوه اوونۍ کې دننه پاکستان ته ستون شم او زه چې ځم يا به کراچۍ ته او يا به اسلام اباد ته ستون شم."

پروېز مشرف وويل، د ده ګوند به چې د ټول پاکستان مسلم ليګ ګوند نومېږي؛ د پاکستان په راتلونکيو ټولټاکنو کې ضرور برخه اخلي. ده د پاکستان د انتخاباتو پر کمېسون غږ وکړ؛ چې د پاکستان د اساسي قانون د ٦٢ او ٦٣مې مادې له مخې دي هغو کسانو ته په انتخاباتو کې د برخې اخيستو او نوماندۍ حق نه ورکوي، چې قانوني وړتيا يې نه لري:

"د انتخاباتو په نتيجه کې بايد ډېر پاک او ايماندار خلک راشي؛ چې د پاکستان درد ولري او دا انتخابات بايد په بشپړه توګه بې طرفه، له درغلۍ پاک او په شفاف ډول د پوځ تر نظارت لاندې تر سره شي."

په دې خبري غونډه کې د مشرف ګڼ شمېر پلويانو او د ګوند غړيو هم ګډون کړى و؛ چې د پاکستان د ژغورلو لپاره يې خپل هېواد ته د پروېز مشرف د را ستنېدو په ملاتړ داسې شعارونه هم ورکړل.

د پاکستان د پوځ دې پخواني لوى درستيز پروېز مشرف په خپلو خبرو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ او مذهبي افراطيت په اړه اندېښنه څرګنده کړه؛ پر ملالې يوسفزۍ او په کوټه کې پر شيعه مسلمانانو باندې بريدونه يې په ځانګړي ډول ياد کړل او ويې ويل، چې دا ډول اعمالو په نړۍ کې د پاکستان او اسلام نوم بد کړى دى.

پروېز مشرف زياته کړه، چې په ٢٠١٤م کال کې چې له افغانستان امريکايي او نور اتحادي ځواکونه وځي، دا به پر پاکستان باندې هم مستقيم اغېز ولري، وايي که د پاکستان ټول جمهوري سياسي ګوندونه لاسونه سره ور نه کړي او د پاکستان د داخلي ثبات، په سيمه کې د امنيت، په نړۍ کې د پاکستان د قبوليت او په اسلامي نړۍ کې د خپل يواځيني اټومي هېواد د حيثيت د خوندي ساتلو لپاره کار ونه کړي، نو له پاکستانه دي لاس ومينځي.

راپور: بارکوال مياخېل- پاکستان
XS
SM
MD
LG