د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۴:۴۸

خبرونه

عراق کې بمي چاودنو اته کسان وژلي دي

عراقی چارواکي وایي، د جمعې په ورځ د هیواد په بېلا بېلو برخو کې د بمې چاودنو له امله لږ ترلږه اته کسان وژل شویدي.

د بغداد په جنوب د دیوانیه ښار د څاریو په یوه مارکیټ کې د موټر بم په چاودنه کې شپږ کسان مړه او لږ ترلږه ۶۰ نور ټپیان شول.

دجیل کلې ته نږدې د سړک د غاړې دوو چاودنو کې یو کس مړ او په موسول ښار کي یو عسکر ووژل شو. ددي چاودنو او حملو مسوولیت تر اوسه چا په غاړه ندی اخیستی، خوسني وسله والو د روان عیسوي کال له پیل راهیسي د حکومت د راپرځولو په مقصد چې شیعه ګان پکي واکمن دي، حملو او شخړو ته زور ورکړی.

د پنجشنبې په ورځ په بغداد او د عراق په شمال کې د څو بمې چاودنو له امله لږ ترلږه ۲۶ کسان مړه او له شپیتو زیات ټپیان شوي وو

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان په ځینو سیمو کې د واورې او بارانونو د ورېدو اټکل شوی

د بامیان مرکز یوه څنډه

د افغانستان د هوا پېژندنې د ادارې له اټکل سره سم سبا او بل سبا په میدان وردګ، بامیان، غور، دایکندي، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات او بدخشان کې واورې او بارانونه وورېږي.

په افغانستان کې له تېرو څه باندې درېیو اونیو راهیسې د سړې هوا له امله تر ۱۶۶ ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او په سلګونو زره څاروي تلف شوي دي.

دغه راز تر سلو ډېر کورونه بشپړ یا یې یوه برخه د ورښتونو له امله تخریب شوي دي.

په کابل کې د نشه يي توکو روږدو کسانو د درملنې یو مرکز پرانیستل شو

ارشیف

د اغوش په نوم په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې پنځه زره بستره حمایوي مرکز نن په کابل کې پرانیستل شو.

پر دې مرکز پنځه اویا میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

طالبان وایي چې د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه یې شپاړس زره په نشه یي موادو روږدي کسان راغونډ کړي چې پنځه زره یې یوازې له کابله راټول شوي دي.

د اغوش په نوم د نشه یي توکو د درملنې د مرکز د پرانیستلو په مراسمو کې د طالبانو د یو شمېر چارواکو سربېره د ملګرو ملتونو استازیو او په کابل کې د ترکیې، چین او پاکستان د سفارتونو استازیو برخه واخیسته.

د اوکراين پوځ: روسيې د اوکراين ختيځ ته نوي ځواکونه استولي

د اوکراین پوځ وایي، روسیې د اوکراین ختیځ سنګرونو ته نوي ځواکونه استولي خو د پام وړ پرمختګ یې نه‌دی کړی.

د اوکراین د پوځ لوی درستیز نن وویل، چې دښمن په لیمان او باخموت سیمو کې خپل یرغلیز بریدونه نه‌دي درولي.

د اوکراین پوځ همدارنګه ویلي چې روسي ځواکونو د دونیڅک سیمې په اودیاوکه او نوو پاولیوکه باندې هم بریدونه کړي چې نتیجه یې نه‌ده ورکړې بلکې خپله دې ځواکونو ته ډېر تلفات اوښتي.

روسیې دغه بریدونه داسې مهال زیات کړي چې واشنګټن اوکراین ته د نورو۲،۲ ملیارډ ډالرو پوځي تجهیزاتو استولو ته تیاری نیسي.

دوو امریکايي چارواکو پرون رویټرز خبري اژانس ته وویل په دې تجهیزاتو کې به د لومړي ځل لپاره تر پخوانیو هغو د اوږده واټن ویشتونکي توغندي او نورې وسلې او مهمات شامل وي.

دوی ویلي تمه ده چې امریکا به دا مرسته په روانه اوونۍ کې اعلان کړی.

اروپايي ټولنه کې د برښنايي موټرو پلور بې‌سارې کچې ته رسېدلی

يو برښنايي موټر

په اروپایي ټولنه کې تېر ۲۰۲۲ کال د برښنایي موټرو پلور بې‌ساري کچې ته لوړ شوی دی.

د اروپا د موټر جوړونکو د اتحادیي په وینا تېر کال په دې ټولنه کې د ټولو نویو پلورل شویو موټرو څه باندې ۱۲سلنه یې برښنایي موټرو وو، چې وړم ۲۰۲۱ کال دا اندازه څه باندې ۹ او له‌هغې مخکې کال یوازې څه کم دوه سلنه وه.

د دغو موټرو چې پر بټرۍ چلیږي، پلور داسې مهال لوړ شوی چې اروپایي ټولنې موافقه کړې چې له ۲۰۳۵ کال وروسته به نور پټرولي او ډیزلي موټر نه تولیدوي.

د اروپایي ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه هڅه کوي تر۲۰۵۰ کال پورې پر کاربن ولاړ اقتصاد صفرته ورسوي.

تېر کال په دې ټولنه کې د برښنایي موټرو پلور په سلو کې ۲۸ لوړ شوی او څه باندې ۱،۱ ملیون موټر پلورل شوي دي.

ټام وېسټ: افغان نجونې او ښځې له رواني فشارونو سره مخ دي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وایي، افغان ښځې او نجونې چې په کور کې بندیانې دي او نه‌شي کولای ازادانه تګ راتګ وکړي یا زده‌کړې ترلاسه کړي، له خورا ذهني او رواني فشارونو سره مخ دي.

ټام وېسټ بیګا په څو ټویټونو کې ویلي، چې له یو شمېر زړه‌ورو افغان ښځو سره یې کتلي او مهمې غوښتنې او مشاهدې یې اورېدلي.

هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي له کړاونو سره مخ دي او نړیواله ټولنه باید د دوی اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي.

په هغې اعلامیه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوري په ۲۹مه خپره کړې ویل شوي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ به په دغه سفر کې چې د فبرورۍ میاشتې تر۴مې نېټې دوام کوي، له پاکستان، جرمني او سویس څخه کتنه تر سره کړي او له خپلو شریکانو، افغانانو او له بشري مرستندویه ډلو سره به د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

د کابل – غور لار چې د واورو له امله تړل شوې وه، بېرته پرانيستل شوه

ارشيف

د کابل - غور لویه لاره چې د واورو له امله بنده شوې وه، د ترافیکو پر مخ بېرته پرانيستل شوه.

په غور کې د طالبانو د والي له دفتره نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه لویه لاره د ټولګټو وزارت د واورو د توږلو د ټیمونو د هڅو په نتیجه کې نن سهار بېرته پرانيستل شوه.

د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس ازادي راډیو ته وویل، د غور ولایت په جنوب لوېدیځ کې د شپږو ولسوالیو لارې تېر ماښام پرانيستل شوې وې.

د کابل - غور او د دې ولایت د شپږو ولسوالیو لارې تېره ورځ د سختو واورو له امله بندې شوې وې.

د ناټو عمومي منشي: هغه څه چې ختيځه اسيا کې پېښيږي اروپا يي له پامه نه‌شي غورځولی

د ناټو عمومي منشي ينس سټولتنبرګ

د ناټو عمومي منشي وايي، هغه څه چې په ختيځه اسيا کې پېښيږي اروپا يي له پامه نه‌شي غورځولی، ځکه نړيوال امنيت يو له بل سره تړلی دی.

ینس ستولتنبرګ وایي، دا مهمه ده چې ناتو په اندوـ پاسفیک Indo-Pacificسیمه کې له خپلو شریکانو سره له نژدې کار وکړي.

ستولتنبرګ په جاپان کې په یوه غونډه کې چې د کییو پوهنتون رابللې وه وویل، په ټوله نړۍ، په تېره اندوـ پاسفیک سیمه کې له شریکانو سره کار کول د یوې خطرناکې او نه اټکل کېدونکې نړۍ ته د ځواب یوه برخه ده.

ستولتنبرګ ژمنه وکړه چې له توکیو سره به اړیکې پیاوړې کړي، ترڅو په اوکراین کې د روسیې د یرغل او له چین سره یې د پوځي همکاریو د زیاتېدو له امله مخ په زیاتېدونکي کړکېچن امنیتي چاپيریال ته لاره هواره کړي.

د المپيک کمېټه: نړيوالو لوبو کې د روسيې او بېلاروس پر ګډون د بنديز په اړه مذاکرات ناشوني دي

د اوکراين ولسمشر د المپيک د نړيوالې کمېټې له مشر سره

د المپیک نړیواله کمېټې پرون یوځل بیا ټینګار وکړ چې په نړیوالو سپورتي لوبو کې د روسیې او بېلاروس پر ګډون د بندیز په اړه مذاکرات ناشونې دي.

د المپیک نړیوالې کمېټې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د روسیې او د روسې د متحد بېلاروس پر سپورت بندیز ولګاوه.

د لګېدلي بندیز له‌مخې د دې دوو هېوادونو وزشکاران په لوبو کې د خپلو هېوادونو تر بیرغ لاندې د ګډون اجازه نه‌لري.

له دې مخکې د روسیې د المپیک د کمېټې مشر ویلي و، باید له هغو لوبغاړو سره چې د روسیې استازیتوب کوي د نورو هېوادونو پرتله د جلا شرایطو په اساس چلند ونه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال په المپیک لوبو کې د روسي لوبغاړو د احتمالي ګډون په اړه ګونګوسې په زیاتېدو دي، خو د المپیک د نړیوالې کمیټې ویاند پرون وویل په دې لوبو کې د روسیې او بېلاروس د لوبغاړو د ګډون په اړه مذاکرات امکان نه‌لري.

ویاند زیاته کړه چې په دې اړه د ډسمبر په نهمه د المپپک د نړیوالې کمیټې په سرمشریزه کې عمومي پرېکړه شوې ده.

سرچيني: امريکا اوکراين ته د پوځي تجهيزاتو د استولو تياری نيسي

اوکراين سره د امريکا پوځي مرستې، انځور - ارشيف

امریکايي سرچینې وايي، چې متحدایالات اوکراین ته د څه باندې دوه میلیارد ډالر په ارزښت د پوځي تجهیزاتو استولو ته تیاري نیسي.

دوو امریکايي چارواکو پرون رویټرز خبري اژانس ته وویل، په دې تجهیزاتو کې به د لومړي ځل لپاره تر پخوانیو هغو د اوږده واټن ویشتونکي توغندي او نورې وسلې او مهمات شامل وي.

دوی ویلي تمه ده چې امریکا به دا مرسته په روانه اوونۍ کې اعلان کړی.

د دوی په وینا د پوځي مرستو په دې بسته کې د توغندیو ضد پاتریوت سیسټم د ملاتړ پرزې، په لوړ دقت سره رهبري کېدونکي مهمات او د ټانک ضد جاویلین ډله توغندي هم شامل دی.

د یوه چارواکي په وینا د دې مرستو لومړۍ جوپه به د امریکا د اوسني دولتي وسله تون پر ځای له صنعتي سکتور څخه واستول شي.

ايران کې اعتراض کوونکو له 'سده جشن' په استفادې حکومت ضد لاريون وکړ

ايران کې سده جشن

په ایران کې اعتراض کوونکو له سَده جشن په استفاده د حکومت پر خلاف لارو کوڅو ته په اعتراض راووتل.

سده جشن د ایران یو لرغونی جشن دی، چې هر کال د سلواغې/ دلوې پر لسمه په اورلوبو سره په ډله‌ییز ډول لمانځل کېږي.

د تهران په اکباتان ښارګوټي کې اعتراض کوونکو د دغه جشن د لمانځلو پر مهال لوی اور بل کړ او ویې ویل، چې دوی د حکومت پر پلان خپل اعتراض څرګندوي چې غواړي د خلکو ازادۍ محدودې کړي.

اعتراض کوونکو شعار ورکاوه: مرګ پر دیکتاتور! د دوی اشاره د ایران رهبر ایت اله علي خامنه اي ته وه.

د اعتراضونو د دغه ډول صحنو راپورونه د ایران له یزد، کرمان، شېراز، کرمانشاه، کرمان او مشهد کې هم ورکړل شوي دي.

په ایران کې ناکرارۍ وروسته له هغې پیل شوې، چې د سپټمبر میاشتې پر ۱۶مه د مهسا امیني په نوم یوې ۲۲ کلنې نجلۍ د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه.

هغه په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور د ګشت ارشاد د پولیسو له‌خوا نیول شوې وه او پلویان یې وايي، هغې د شکنجې په نتیجه کې ساه ورکړې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG