د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۵:۴۸

"له وسله والو مخالفینو سره د سولې لپاره دې د افغان حکومت دریځ قوي شي"


د افغان حکومت سیاسي اپوزیسون تل په غونډو او محفلونو کې د سولې په برخه کې د حکومت په هڅو نیوکې کوي.

د جمعې په ورځ یې یو ځل بیا د افغانستان د وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د مړینې د تلین په مراسمو کې وویل؛ چې د سولې په برخه کې له وسله والو مخالفنیو سره د افغان حکومت دریځ ډیر ضعیف دی.

د ملي جبهې مشر احمد ضیا مسعود په دې اند دی چې که افغان حکومت د سولې په برخه کې خپلو خبرو اترو ته همدا ډول دوام ورکړي؛ نو وسله وال مخالفین به خبرو ته چمتو نشي.

دی وایي، چې پرته له ټولنیز عدالت او ښې حکومتداري نه به دا هڅې ښې پایلې ونه لري.

"څو چې موږ له طالبانو سره د یوې قوي موضوع له لارې مذاکره ونه کړو؛ طالبان به د یوې ایډیولوژیکې ډلې په توګه هیڅکله چمتو نه شي؛ چې موږ سره مذاکره وکړي.

دا جګړه هغه مهال ښه نتیجه ورکولی شي، چې موږ په هیواد کې رښتینی ټولنیز عدالت او ښه حکومتداري رامنځ ته کړو، د یو ښه اقتصاد څښتنان شو او ټولې امنیتي ادارې مو وکولی شي، د وسله والو په وړاندې جګړه وکړي."


مخکې تر دې د حکومت مخالف سیاسي ګوندونو تل د سولې په خبرو اترو کې د ونډې غوښتنه کړې او په حکومت یې تورناوه چې دوی ته په دې بهیر کې ونډه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر حامد کرزي شاوخوا یوه میاشت مخکې ټینګار وکړ؛ چې د سولې په هکله هر ډول خبرې اترې باید د سولې عالي شورا لخوا پر مخ ولاړې شي، ځکه د ولسمشر په خبره دا شورا د لویې جرګې د پریکړې له مخې رامنځ ته شوې.

د ولسمشر په وینا د سولې په برخه کې متفرقه خبرې اترې به افغانستان یو ځل بیا تیرو دیرش کلونو ته بوځي.

بل خوا د د ملي ایتلاف مشر عبدالله عبدالله وایي؛ چې که د سولې خبرې اترې د سیاسي اهدافو لپاره وکارول شي؛ نو خلکو ته به د منلو وړ نه وي.

"د افغانستان ډیر شمیر خلک پایداره او با عزته سوله غواړي، خو سوله په ملت باندې د ملت د قاتلینو حاکمیدل نه دي.

سوله یوه ملي مساله ده، خو که حکومت وغواړي چې له سولې نه د یوې بازیچې په توګه په یوې او بلې ډلې باندې د فشار راوړلو په برخه کې کار ترې واخلي بیا نو زه پوره باور لرم چې ملت به اجازه ورنه کړي."


په قطر کې وسله والو مخالفنیو ته د سیاسي دفتر پرانیستلو په هکله د افغان او امريکایي چارواکو ترمنځ توافق او د پاکستان له زندانونو د یو شمیر طالب زندانیانو آزادول هغه څه دي چې پدې وروستیو کې یې د سولې راوستو په برخه کې هیلې پیدا کړي دي.

خو لا هم وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سوې خبرو اترو ته چمتو شوي نه دي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG