د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۵۱

"د نړېوالو تر ادارې لاندې افغان وسله والو باید پخوا مدغم شوې وای"


د پوځي چارو یو شمیر کتونکي د ولسمشر فرمان چې؛ په کې راغلي، د نړیوال ایتلاف د ځواکونو تر ادارې لاندې وسله وال دې د هیواد په امنیتي ځواکونو کې مدغم شي ناوخته بولي.

دوی په دې اند دي، چې کله د یوه هیواد امنیتي ځواکونو د حکومت له ادارې وځي او د نورو تر قوماندې کار کوي دا د یو هیواد د آزادۍ اخیستل دي.

ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ په خپل حکم کې د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا په مشرۍ یو پلاوي ته دنده وسپارله څو د راتلونکو درې میاشتو په ترڅ کې د ایتلافي ځواکونو تر قوماندې لاندې وسله والو د فعالیت مخه ونیسي او یا دې هم افغان امنیتي ځواکونو سره مدغم کړي.

په دې هکله جمیله ظریف د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل سره مرکه کړې او په پیل کې یې ورنه پوښتلي، چې آیا دا فرمان به عملي شي کنه او ګټه به یې څه وي؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:59 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG