د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

ايران مو اعداموي، چارواکي مو واټونه د ايرانيانو په نوم کوي


په ايران کې مو د افغانانو د وروستيو اعدامونو په اړه د اورېدونکو له نظرونو خبروو، دوى پر افغان حکومت انتقاد کوي، چې په افغانستان کې د وژل شويو ايرانيانو په نامه واټونه نوموي، خو د خپلو اتباعو پوښتنه نه شي کولاى، بيا په ولسي جرګه کې د هلمند له يوې وکيلې سره د شوې مرکې دويمه برخه دراوروو، له هغې به واورئ چې په هلمند کې حالات ولې خراب دي؟

د سولې پر مسئله، ناامنيو، بيارغونې او نورو مسايلو هم اورېدونکو خپل پيغامونه راته ثبت کړي، چې په همدې پروګرام کې يې يو په بل پسې اورېدلاى شئ.

د ازادي او اورېدونکو د پروګرام په پيل کې په ايران کې د افغانانو د اعدامېدو په اړه د اورېدونکو نظرونه اورئ.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:22:13 0:00
مستقیم لېنک

تاسو په دې شمېرو د دې پروګرام لپاره په اتومات پيغام ثبتوونکي ماشين کې خپل ټلیفوني پیغامونه ثبتولی شئ.

په افغانستان کې د پیغام ثبتوونکي ماشين شمېره ده:

۰۰۹۳۷۰۰۲۷۴۳۶۱

د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ ښار کې د پیغام ثبتوونکي ماشين شمېره ده:

۰۰۴۲۰۲۲۱۱۲۴۱۱۵

خپل شکايتونه د ايميل له لارې هم پروګرام ته رالېږلاى شئ.

د پروګرام د جوړوونکي صالح محمد صالح د برېښناليک (ايميل) ادرس دى:

salihs@rferl.org
XS
SM
MD
LG