نۍ یا په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره له حکومته غواړي، چې هیچا ته اجازه ورنه کړي څو په خپل سر د کومې رسنۍ د خپرونو بندلو هڅه وکړي.
د نۍ په ادارې کې د رسنیو د څارنې مسوول صدیق الله توحیدي دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې په زابل کې د قلات غږ په نوم یوه سیمه ییزه راډیو د دې ولایت د چارواکو په امر د دې لپاره وتړل شوه، چې د دوی په وړاندې د مظاهرې رپوټونه یې خپاره کړي.
ښاغلي توحیدي وایي، چې هیڅوګ حق نه لري د خبریالانو او رسنیو په وړاندې ناسم چلند وکړي:
"دې راډیو پرته له کوم فشار نه په ازاده توګه خپرونې کولې، تاسو پوهیږئ چې د یوې راډیو د خپرونو بندولو صلاحیت یواځې اړوندې محکمې لري.
والي، د پولیس کوم قوماندان، وزیران او ان ولسمشر د یوې رسنۍ د خپرونو بندولو اجازه نه لري.
نو ځکه موږ د دې راډيو د بندولو په هکله جدي اندیښنه څرګندوو."
په ورته وخت کې د قلات غږ راډیو مسوول تیمور شهزاد ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، چې راډیو یې د سیمه ییزو چارواکو په امر د دې لپاره وتړل شوه چې د دې چارواکو پر ضد د مظاهرې رپوټونه خپاره کړل.
دې وایي، درې ورځې کیږي چې راډیو یې د ولایتي چارواکو په امر تړل شوې ده:
"زموږ په دې کې څه ګټه ده، د سناتور زلمي زابلي خبرې او د سولې د عالي شورا د رییس خبرې مو خپرې کړې هغه رپوټ د زابل د غریب ولس غږ دی.
د مرستیال والي په هدایت زموږ راډیو بنده شوې ده ایساف ته دوی غلط راپور ورکړی.
زه تیره ورځ له خپل همکار سره څلور ساعته بندي وم.
د والي مرستیال غږ ماسره په تیلیفون کې ثبت ده چې اخطار يي راکړی چې ته باید محکمه شې."
د زابل د والي مرستیال محمد جان رسولیار له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا خبره رد کړه، چې ګنې د کلات غر راډیو د ده له خوا تړل شوې.
نوموړي وویل، چې دا راډیو ایساف ځواکونو تړلې، هغه څه چې د راډیو مسوولین یې په کلکه ردوي.
په ورته وخت کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت وایي، چې هیچا ته به اجازه ورنکړي د دوي په کارونو کې مداخله وکړي او پرته له کوم دلیل نه د کومې راډيو د خپرونو مخه ونیسي.
د دې وزارت یو سلاکار جلال نوراني د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د یوې راډیو د خپرونو بندلو او یا هم د هغوي د جواز اخیستلو اجازه یواځې د اطلاعات او فرهنګ وزارت لري.
ده وویل، چې د اطلاعتو او کلتور وزارت به په زابل کې د یوې سیمه یېزې راډیو د بندیدو مسله وڅیړلي.
پخوا تر دې هم په ځینو ولایتونو کې خبریالان او رسنۍ له سیمه یېزو چارواکو سره په جنجال اخته شوي دي او څو څو ځلې ځینې رسنۍ د لنډ او یا د ډیر وخت لپاره تړل شوي دي.
راپور: جمیله ظریف