د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۶:۱۴

"افغانستان سره پر پوله به خلکو ته له قانوني اسنادو پرته د تګ راتګ اجازه ورنکړو"


پاکستان وايي، چې د مارچ له اتمې څخه به هيچا ته اجازه ورنه کړای شي چې د افغانستان او پاکستان د پولو ترمنځ له قانوني اسنادو پرته تګ راتګ وکړي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير د دې پرېکړې د اعلانولو په مهال وويل، چې د افغانستان له ولسمشر او د هند له چارواکو څخه يې غوښتي چې د امريکا د نوي دفاع وزير د هغو څرګندونو په اړه خپل دريځونه واضح کړي، چې څه باندې دوه کاله مخکې يې په افغانستان کې د هند د پاکستاني ضد رول په اړه کړې وې او اوس خپرې شوې.

له هغې ويډيو سره سم، چې تازه په يوټيوب کې خپره شوې، د امريکا نوي دفاع وزير چک هېګل په ۲۰۱۱ کال په يوه وينا کې ويلي چې:

«هند د يوې مودې لپاره له افغانستان څخه د دوهمې جبهې په توګه کار اخيستی، هند له کلونو راهيسې د خپلې پولي په بلې خوا کې پاکستان ته د پرابلمونو د جوړولو لپاره پانګونه کړې ده.»

هېګل د افغانستان او پاکستان د اړيکو د خړپړتيا يو علت هم هند بللی دی.

خوهند پر دغو خبرو فورا عکس العمل وښود، ويې ويل چې دا ډول څرګندونې له هغو حقيقتونو او مرستو سره په ټکر کې دي چې دغه هېواد په خلاص لاس د جنګ ځپلي افغانستان د بيارغونې لپاره کړي دي.

هند په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان له بيارغونې سره تر دوه زره میليون ډالره زياته مرسته کړې او په زرګونو افغان محصلانو ته يې د لوړو زده کړو لپاره سکالرشيپونه ورکړي دي.

په واشنګټن کې د هند سفير وويل:

«د سناتور هېګل له لوري، چې له ډېرو مودو راهيسي د هند ملګرتيا کوي او د امريکا او هند د اړيکو د نژدې کولو لپاره يې تل هڅې کړي، داسې څرګندونې د افغانانو د ملاتړ لپاره د هند د بې درېغه مرستو له حقيقت سره په ټکر کې دي.»

ده همدا راز ويلي، چې له سوله ييز، باثبات او سوکاله افغانستان سره د هند له مرستو څوک انکار نه شي کولای او دا مسله په هغو مرستو کې ثابتېږي چې هند د افغانستان په بيارغونه کې کړې دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک پرون په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې ده د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي او هندي چارواکو څخه غوښتي چې د دې مسلې په اړه خپل دريځونه څرګند کړي.
XS
SM
MD
LG