د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۰۸

خان محمد د ایران د زندانونو کیسې کوي


د کندز د امام صاحب ولسوالۍ اوسیدونکې خان محمد خان داسې څوک دی، چې کلونه مخکې ایران ته کډه شوی وو او هلته یې موچې ګري کوله.

خان محمد وايي، چې څه موده یې د خلکو زاړه کالي هم ګڼدل ترڅو چې د جعلي اسنادو په مرسته د ورتګ په جرم ونیول او په اووه کاله زندان محکوم شو.

اوس درې اونۍ کېږي، چې له زندانه خلاص شوی دی.

خان محمد خان وايي، ښايي د ایران په زندانونو کې ټول اوه زره تنه یا تر دې زیات افغانان بندیان وي، خو هیڅ داسې مرجع نشته، چې د دې کسانو ږغ واوري.

خان محمد خان ازادي راډیو ته وویل: د افغانستان سفارت دلته په تهران کې شته خو والله که د چا پوښتنه لا وکړي. دلته ټول زندانیان ژاړي او خدای ته په سجده پراته دي.

په تهران کې د افغانستان سفارت اصلا څوک دروازې ته هم نه ورپریږدي. خپل افغانان د سفارت ساتونکې دي، څوک نږدې نه ور پریږدي. نو چې خپل سفارت داسې راسره کوي، خپل دولت پوښتنه نه کوي، له ایرانه څه ګیله ؟

د ایران دولت په وروستیو کې لس تنه مهاجر افغانان په ډله ییز ډول اعدام کړل.

دا اول وار نه دی، چې د ایران د دولت له خوا د افغانانو د ډله ییزو اعدامونو خبره کېږي.

په افغانستان کې د بشري حقونو یو شمېر مدافع سازمانونه وايي، چې په ایران کې نه یوازې دا، چې له افغان زندانیانو سره ناوړه چلند کېږي، د هغوي محاکمه هم په سم ډول نه ترسره کېږي او تورنو کسانو ته مدافع وکېل نه ورکول کېږي.

خان محمد خان، چې په ایران کې د زندان اوه کلنه تجربه لري دی ازادي راډيو ته وايي، چې لږ تر لږه درې زره نور افغانان هم د اعدام په سزا محکوم دي، چې د ایران په بېلابېلو زندانونو کې د مجازات انتظار کوي.

ده وویل: شاوخوا درې زره کسان د اعدام انتظار کوي، خواران هسې حق و ناحق نیول شوی، هلته پراته دي. چاته وايي، چې مخدر مواد دي راوړي او چاته څه...
د افغانستان حکومت يې هم پوښتنه نه کوي.

د افغانستان ولسي جرګه وايي، چې د کابل او تهران حکومتونو په وروستیو کې د زندانیانو د تبادلې موافقه وکړه، چې د ملي شورا له خوا هم تایید شوه.

خو حکومت ولې د ایران په زندانونو کې پراته افغانان وطن ته نه لیږدوي تر څو د افغانستان د جزا د قانون په رڼا کې محاکمه شي ؟

په دې اړه د ولسي جرګې یو غړي محمد داود کلکاني وویل، چې دا مساله یې په وار وار د بهرنیو چارو له وزارت او د افغانستان د عدلیې له وزارت سره مطرح کړې ده خو نتیجه یې نده ورکړې.

ده وویل: موږ له دې وزارتونو (عدلیې او بهرنیو چارو) سره اړیکې ټینګې کړي. موږ تمه درلوده، چې زندانیان به له ایران څخه را ولیږدو خو دوی (عدلیې او بهرنیوچارو وزارت) د صحت، ځای او لوژیسیتیکې امکاناتو د نشتوالي په څير د ستونزو یادونه وکړه او له دې کاره یې خپله ناتواني څرګنده کړه. نو دا خبره دغسې پاتې شوه.

په افغانستان کې د بندیانو د ساتنې او څارنې مسولیت اوس د عدلیې له وزارته د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت دا خبر ردوي، چې د زندانیانو د ساتنې امکانات نه لري.

د کورنیو چارو د وزارت یوه ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل: موږ د دې کار هرکلۍ هم کوو، چې ټول هغه افغانان، چې په بهرنیو هېوادونو کې بندیان دي، افغانستان ته را ولیږدول شي او موږ په خپله د هغوي څارنه وکړو. موږ د دې لپاره پوره تیاري لرو او په دې ارتباط هیڅ تشویش هم نه لرو.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د زندانیانو د انتقال مساله یوه دیپلوماتیکه پروسه ده، چې د بهرنیو چارو وزارت یې د پرمخ بیولو مسولیت لري نو که چېرې د بهرنیو چارو وزارت وتوانیږي، چې له ایران څخه زندانیان را ولیږدوی، دوي یې د ساتلو لپاره تیار دی.

ازادۍ راډیو په دې اړه د بهرنیو چارو له وزارت سره د خبرو پرله پسې هڅې وکړې، خو څوک حاضر نه شول.

په عین حال کې، په ایران کې زیات شمېر میشت کډوال افغانان په پرله پسې ډول په تهران کې د افغانستان پر سفارت د بې تفاوتۍ او له مسولیت څخه د سترګو پټولو تور لګوي.
XS
SM
MD
LG