د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۵۷

د اندړو په وژلو شويو پوليسو کې اوو عام وګړي دي


تېره شپه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د سيمه ييز پوليسو د يوې پوستې اوولس تنه پوليس مسموم شوي او وروسته وژل شوي وو، چارواکي وايي، په وژلو شويو کسانو کې لس تنه سيمه ييز پوليس او اوو تنه د سيمې اوسېدونکي دی.

پېښه تېره شپه د اندړو ولسوالۍ په حبيب ګوډلو سيمه کې شوې وه، چې له امله يې اوولس تنه سيمه ييز پوليس مسموم شوي او وروسته پسې وژل شوي دي.

چارواکي وايي، په وژلو شويو کسانو کې لس تنه يې برحاله سيمه ييز پوليس او پاتې اووه يې د سيمې هغه اوسېدونکي وو، چې په سيمه کې پوليسو کې شامل شوي وو، خو نه يې وسلې درلودې او نه هم تر اوسه پورې روزل شوي وو.

د دوی د وژلو په تور د دغې پوستې دوه تنه پوليس چې تر پېښه وروسته تښتېدلي وو، نيول شوي او اوس ورڅخه پلټنې روانې دي.

د غزني د امنيت امير محمد حسين وايي، وژل شوي سيمه ييز پوليس لومړی د خپلو ملګرو له خوا مسموم شوي وو، او وروسته ورته طالبان راغلي او په بسترو کې يې وژلي دي.

دی وايي، پېښه د شپې ناوخته شوې ده:

"لس کسه د محلي پوليسو برحاله غړي وو او اوو تنه بيا هغه کسان وو، چې نوي په محلي پوليسو کې شامل شوي وو، خو دنده يې لا نه وه پيل کړې، وژل شوي کسان خپلو ملګرو نشه کړي وو، او وروسته طالبانو پسې وژلي دي."

په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد د پيل شوي ولسي پاڅون مشر فيضان الله فيضان وايي، چې غالب ګمان دا دی، چې له پوستې څخه تښتېدليو دوو تنو پوليسو له طالبانو سره د خپلو ملګرو په وژلو کې مرسته کړې ده.

دی وايي، له پېښې سره د تړاو لرلو په تور دوه تنه نيول شوي دي، او چې اوس يې وکتل نو يو هغه کس دی، چې مخکې له دوی سره په پاڅون کې وو، خو ده ورباندې د طالبانو د ملګري شک کړی وو، او وسله يې ورڅخه اخيستې وه.

دی هم وايي، دغو دوو تنو لومړی خپلو ملګرو ته نشه ورکړې او بيا يې طالبان ورته راغوښتې دي:

"دوه له پوستې څخه تښتېدلي دي، او هغه داسې کسان وو چې له هغې جملې څخه يو کس يې څه وخت مخکې له ما سره په پاڅون کې وو، خو ما پرې د طالبانو د ملګري شک وکړي، او خلع سلاح مي کړ، بيا مي بندي کړی وو، خو په ضمانت خوشې او په سيمه پوليسو کې شامل شو، اوس دواړه تښتېدلي کسان نيول شوي دي."

د پېښې مسووليت طالبانو منلی دی، ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي، وايي، چې ملګرو يې تېره شپه په اندړو ولسوالۍ کې د سيمه ييز پوليسو په يوه پوسته بريد کړی، اوولس تنه يې وژلي او وسلې يې ورڅخه وړې دي.

څو ورځې وړاندې هم په دغه ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د مسومېدو اوازې وې، خو وروسته مالومه شوه چې هغه وخت سيمه ييز پوليس د لرګيو په اور د تودېدو پر مهال بخار نيولي وو، چې وروسته بېرته روغ شول.
XS
SM
MD
LG