د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۳:۴۴

د ننګرهار په مرکزي روغتون کې ځينو ډاکټرانو کاري اعتصاب کړی


د ننګرهار عامې روغتيا روغتون د هډوکو د څانکې شاوخوا اتلس تنو ډاکټرانو په کاري اعتصاب لاس پورې کړ، دغه ډاکټران وايي، چې د دوي اعتصاب یوازې د عادي ناروغانو د نه درملنې پورې تړلي دي.

معترض ډاکټران وايي، چې د دوی په واټ کې ناروغان ډير او تشکېلات کم دي، ډاکټرانو ته ګواښونه کېږي او دارنګه په روغتون کې شته وسایل بسنه نه کوي او په خبره يي هغه مهال به خپل اعتصاب پای ته ورسوي، چې دغو برخو ته په جدي توګه پاملرنه وشي:

"دلته د امکاناتو کموالی، وسایلو کموالی، د ډاکټرانو امنیت خوندي نه دی او خپله صحت عامه ریاست کې ناسمه اداره."

د ډاکترانو نيوکې مو د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد سره شريکې کړې هغه وويل، چې دا د يو شمېر ډاکټرانو شخصي خبرې دي او په خبره يي چې په روغتون کې هرڅه پريمانه دي.

شیرزاد ټولې رسنۍ د هډوکو پر واټ وګرځولې او په روغتون کې درمل او وسایل رسنیو ته ښکاره کړل:

"تاسې ګورئ، چې نه یوازې چې د ډاکټرانو ټول سټاف موجود دی، بلکې دا وسایل هم تاسې ګوری، ستاسې راتګ غیرپلاني راتګ و نور ډيپوګان به هم تاسې ته ښکاره کړم هر څه وسایل ښه پریمانه ده، ولې دا نیوکې د شخصي غرض له مخې دي."

که څه هم په روغتون کې ډاکټران او چارواکي پر یو او بل تورونه پورې کوي، خو له دې وړاندې زیات شمېر ناروغانو او پایوازانو د ننګرهار په مرکزي روغتون کې د ډاکټرانو ناسم چلند، د درملو نه موجودیت او نورو ګڼو ستونزو څخه شکایت کړی دی.

راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG