د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۰:۱۷

نړۍ

د امریکا سنا چیک هیګل د دفاع د وزیر په توګه تصدیق کړ

د متحد ایالاتو ولسمشر بارک اوباما وایي، په داسې حال کې چې متحد ایالاتو په افغانستان کې جګړه پای ته رسولي او خپل ځواکونه خپل هیواد ته لیږدوي هغه د دفاع پر نوي تایید شوي دفاع وزیر چک هیګل حساب کوي.

د جمهورریس اوباما دا اعلامیه سمدستي ترهغه وروسته خپره شوې چې د امریکا سنا مجلس هیګل د یو څلویښتو په مقابل کې په اته پنځوس رایو د دفاع د وزیر په توګه تصدیق کړ.

هیګل ته د اعتماد رايي دولس ورځې وځنډیدې ځکه جمهوري غوښتونکو له اسراییله د هیګل ملاتړ او له ایران سره د سازش لپاره د هغه ډیره علاقمندي له پوښتنو سره مخامخ کړي وو.

هیګل اوس د لیون پنیتا پر ځای دا مقام ترلاسه کړ.

د امریکا جمهورریس په خپلې اعلامیي کې ویلي، هیګل هغه د دفاع وزیر دی، چې امریکا ورته اړتیا لري او هغه رهبر دی چې د دې هېواد اردو د هغه وړتیا لري.

هیګل په ویتنام کې د امریکا پوځ ته خدمت کړی او پخواني جمهوري غوښتونکې سناتور دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

هند له نیوزیلنډ سره د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ ۱ـ۱ برابره کړه

د هند او نیوزیلنډ له لوبې یو انځور

کوربه هندوستان په لکنو ښار کې د ۶ وېکټو په توپیر دویمه شل اوریزه سیالي له نیوزیلنډ وګټله او په دې سره یې روانه لوبلړۍ برابره کړه.

نیوزیلنډ لومړۍ توپ وهنه وکړه او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو یې د ۱۰۰ منډو هدف وټاکه.

هند هم ورکړل شوی هدف د ۲۰م اور په پنځم توپ ترلاسه کړ او یوازې ۴ لوبغاړي یې وسوځېدل.

د دې لوبې لپاره ویشتنځای سخت جوړ شوی و او یوازینی مخکښ توپ وهونکی سوریا کومار یادو چې تر شلو زیاتې، ۲۶ ناسوځېدلې منډې یې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د دواړو لوبډلو توپ اچونکي ښه وځلېدل، خو هندی ارشدیپ سینګ یوازینی توپ اچونکی و چې ۲ لوبغاړي یې وسوځول.

د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه نیوزیلنډ ګټلې وه او په پلان کې ده چې د لوبلړۍ درېیمه لوبه د فبرورۍ میاشتې په لومړې نېټه ترسره شي.

د یادونې ده چې په دې لوبلړۍ کې د دواړو هېوادونو ځيني نوموتي لوبغاړي نه لوبېږي.

د سویلي افریقا لوبډلې له انګلستان لوبلړۍ وګټله

د انګلستان او سویلي افریقا د نننۍ لوبې یو انځور

د سویلي افریقا او انګلستان ترمنځ د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو دویمه یو ورځنۍ لوبه هم کوربه هېواد په ۵ وېکټو وګټله.

سویلي افریقا د انګلستان د ۳۴۳ منډو هدف د ۵ وېکټو په سوځېدو سره په ۴۹،۱ اور کې ترلاسه کړ او په دې سره یې د ۳ یو ورځنیو لوبو لومړنۍ دوه لوبې وګټلې.

په دې سیالۍ کې د انګلستان لپاره لوبډلمشر جاس بټلر، هیري بروک او معین علي نیمې سلیزې ووهلې او هدف ته د رسېدو په پار د کوربه هېواد لوبډلمشر ټیمبا بهوما سلیزه ووهله، هغه ۱۰۹ منډې وکړې، خو د ډیوېډ میلر ۵۸ او د مارکو یانسین ۳۸ ناسوځېدلو منډو سویلي افریقا بریا ته ورسوله.

بهوما د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

سویلي افریقا د دې دواړو لوبو په ګټلو سره ۲۰ نومرې ترلاسه کړې چې ټولټال نومرې یې ۷۹ ته ورسېدې او په دې سره یې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپرلیګ په سیالیو کې نهم مقام ترلاسه کړ.

د ۲۰۲۳ زېږدیزکال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته چې په هند کې به ترسره شي تر دې دمه د افغانستان په ګډون ۷ لوبډلو نېغ په نېغه لار موندلې ده او یوه بله لوبډله هم چانس لري چې نېغ په نېغه لار پیدا کړي.

د یادونې ده چې د اتم مقام ترلاسه کولو لپاره اوس مهال سویلي افریقا، ویسټ اینډیز او سریلانکا مقابله کوي، خو که سویلي افریقا د فبرورۍ په لومړۍ نېټه له انګلستان درېيمه یو ورځنۍ سیالي هم وګټي، نو دې مقام ته به ورسېږي.

کرکټ؛ د هندوستان کم عمره نجونو نړیوال جام وګاټه

د هندوستان تر ۱۹ کلنو کم عمره نجونو لوبډله

د هندوستان تر ۱۹ کلنو کم عمره نجونو په سویلي افریقا کې د ۷ وېکټو په توپیر سره انګلستان ته ماتې ورکړه او په دې سره یې د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام وګاټه.

انګلنډ چې لومړۍ پاڼې یې کړې وه د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې د ۶۹ منډو هدف ټاکلی و.

هند د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۴م اور کې هدف ترلاسه کړ او اتلولي یې وګټله.

دغه سیالۍ چې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په لومړي ځل په سویلي افریقا کې ترسره شوې ۱۶ هېوادونو په کې برخه درلوده.

په دې سیالیو کې هندۍ لوبغاړې شوېتا سیهراوت تر ټولو توپ وهونکو مخکښه وه او په ۷ لوبو کې یې ۲۹۷ منډې کړې وې.

دغه راز په توپ اچونکو کې بیا اسټرلیایۍ ایلن کلارک تر نورو زیاتې ۱۲ وېکټې اخستې وې.

د یادونې وړ ده چې د کرېکټ له نړیوالې شورا سره افغانستان یوازینی بشپړ غړیتوب لرونکی هېواد و چې په دې سیالیو کې لوبډله نه درلوده.

په پاکستان کې د ټرافیکي پېښې له کبله لږترلږه ۴۰ کسان مړه شوي

ژغورونکې ډله د مړو او ټپیانو د لېږدولو پرمهال

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې نن سهار له یوه پله څخه د بس موټر د لوېدو له کبله لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه شول.

یوه چارواکي نن یکشنبه ویلي چې بس وروسته اور واخیست.

د بلوچستان د لسبیکو ولسوالۍ یوه لوړ رتبه چارواکي حمزه انجم د پېښې په ځای کې رسنیو ته ویلي، درې کسان ژغورل شوي او په بس کې ۴۸ کسان سپاره وو.

د ده په وینا بس د یوه پله له ستون سره ولګېد چې وروسته له خپل مسیر څخه ووت.

په پاکستان کې د زیاتو ټرافیکي پېښو علت د ټرافیکي قوانینو نه رعایت، د خوندیتوب کمزوري تدابیر او د چلوونکو بې احتیاطي ښوول شوې ده.

ایراني چارواکي: بې پېلوټه الوتکو په اصفهان کې یوه دفاعي فابریکه ویشتلې

بمب لېږدوونکو بې پېلوټه الوتکو برید کې په اصفهان کې د ایران ویشتل شوې یوه دفاعي فابریکه

ایراني چارواکو نن سهار ویلي، بمب لېږدوونکو بې پېلوټه الوتکو تېره شپه په اصفهان کې د ایران یوه دفاعي فابریکه ویشتلې ده او څه ناڅه یې زیانمنه کړې ده.

دا پېښه داسې وخت کېږي، چې د ایران حکومت له سیمه ییز او نړیوال کړکېچ سره لاس و ګرېوان دی.

د ایران دفاع وزارت په دې باب معلومات نه دي ورکړي چې په دې حمله کې د چا د لاس لرلو شک کېږي، خو وايي دا د بې پېلوټه الوتکو ناکامه حمله وه، چې مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.

حمله داسې وخت شوې چې پرون شنبه د ایران په اذربایجان غربي ولایت کې د تېلو په یوه چاڼځای کې اورلګېد.

په دې اورلګېدنه کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

په همدې اذربایجان غربي ولایت کې پرون شنبه ناوخته یوې زلزلې لږ تر لږه درې کسان مړه تر ۶۶۰ زیات کسان ټپیان او ځینې کورونه زیانمن کړل.

د اسراییل پولیسو په بیت المقدس کې د فلسطیني بریدګر کور مهر و لاک کړ

په بیت المقدس کې اسراییلي ځواکونه

د اسراییل پولیسو نن په بیت المقدس کې د هغه فلسطیني کور مهر و لاک کړ چې د یهودانو له یوه عبادتځای دباندې یې د جمعې په ورځ اووه کسان په ډزو سره ووژل.

دا اقدام وروسته له هغې وشو چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د وژنو تر هغې پېښې وروسته د چټک اقدام ژمنه وکړه.

په اوو وژل شویو کسانو کې یو ۱۴ کلن ماشوم هم شامل دی.

د وژنو دا پېښه د یهودانو د ډله ییزې وژنې یا هالوکاست د یاد په ورځ وشوه، چې په نړیواله سطحه وغندل شوه.

له دې سره په سیمه کې د کړکېچ د لا زیاتېدو وېره اوج ته ورسېده.

بلخوا په پام کې ده، د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن راتلونکې اوونۍ مصر، اسراییل او لوېدیځې غاړې ته سفر وکړي.

پیټرپاول د چک د جمهوري ریاست ټاکنې وګټلې

پیټر پاول او د هغې مېرمن

د چک پوځ پخوانی مشر پیټرپاول د جمهوري ریاست په ټاکنو کې پخواني صدراعظم اندرې بابیش ته ماتې ورکړه.

پیټرپاول د لوېدیځ ملاتړی دی او له اوکراین سره د مرستې ننګه کوي.

ده تېره شپه په پلازمېنه پراګ کې خپلو پلویانو ته وویل: "زه یوازې له هغو کسانو څخه نه چې ماته یې رایه راکړې، له هغو څخه هم مننه کوم چې ماته یې رایه نه ده راکړې او د رایي ورکولو لپاره راوتلي وو، ځکه چې دغه کسان ډیموکراسۍ ته او څه ته چې په دې هېواد کې تېرېږي اهمیت ورکوي."

د چک پخواني صدراعظم او میلیاردر اندري بابیش خپله ماتې ومنله.

۶۱ کلن پاول د انتخاباتي کمپاین پرمهال ژمنه کړې وه چې په کلکه به د ناټو، اروپایي ټولنې او له اوکراین سره د مرستې ملاتړ کوي.

د جنوبي کوریا په هوایي ډګر کې ۵ روسان سرګردانه دي

د جنوبي کوریا بیرغ

د جنوبي کوریا په هوایي ډګر کې پنځه روسان سرګردانه دي.

دوی وروسته تر دې له روسیې تښتېدلي وو چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې لپاره د سفر بري اعلان وکړ.

دا کسان د اکتوبر او نومبر په میاشتو کې سیول ته ولاړل، د پناه اخیستو غوښتنه وکړه، خو دا وړاندیز رد شو.

دوی له هغه وخته تر اوسه په هوایي ډګر کې ژوند کوي او انتظار دي چې د پناه اخیستو درخواست به یې ومنل شي.

سیول ته د روسیې اتباع له ویزې پرته هم تللی شي، خو د جنوبي کوریا د کډوالو د چارو اداره دا واک لرې چې دې هېواد ته د چا د داخلېدو مخه ونیسي.

دا پنځه تنه چې هویت یې په بشپړ ډول نه دی مشخص شوی له هغو سلګونو زرو روسانو څخه دي چې د سفر بري له اعلان وروسته له روسیې تښتېدلي دي.

په چک جمهوریت کې 'پیټر پاول' د ولسمشرۍ دویم ځلي ټاکنې وګټلې

پیټر پاول او د هغه مېرمن

په چک جمهوریت کې لوېدیځ پلوه کاندید پیټر پاول چې له اوکراین سره د مرستې ملاتړی و، له پخواني صدراعظم او میلیاردر اندرې بابیش څخه د ولسمشرۍ دویم ځلي ټاکنې وګټلې.

پاول به د میلوش زیمان پرځای د چک د ولسمشر په توګه خپله دنده پیل کړي.

د رایې ورکولو تقریباً ټولو مرکزونو د شمېرل شویو رایو له مخې پاول تر ۵۸ فیصدو زیاتې رایې ګټلې دي.

په چک کې د ولسمشرۍ دویم ځلي ټاکنې د جمعې په ورځ پیل شوې او د شنبې په ورځ پای ته ورسېدې.

د هند د هوايي ځواک د جټ الوتکو په سقوط کې یو پیلوټ مړ شوی

په روسیه کې یوې جوړې شوې سوخوی سو-۳۰ ډوله جټ الوتکې او د فرانسې ساخت میراج-۲۰۰۰ جټ الوتکو ظاهراً د نوي ډیلي په جنوب کې سره ټکر وکړ.

د هند د هوايي ځواک د دوو جټ الوتکو په سقوط کې یو پیلوټ مړ شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

په روسیه کې یوې جوړې شوې سوخوی سو-۳۰ ډوله جټ الوتکې او د فرانسې ساخت میراج-۲۰۰۰ جټ الوتکو ظاهراً د نوي ډیلي په جنوب کې سره ټکر وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د هند حکومت هڅه کوي خپل وسله وال ځواکونه عصري او د پېچلو امنیتي ګواښونو په وړاندې مبارزه وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG