د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

"د اقینې بندر د افغان سوداګرو لپاره ګټور دی"


د افغانستان د ماليي وزارت وايي، چې د ترکمنستان له لارې د تورې بحیرې ته د افغانستان لپاره د ترانزیتي لارې د رامنځ ته کولو لپاره هلې ځلې روانې دي.

بل خوا د ازربایجان یوه چارواکې هم په کابل کې دغه ترانزیتي لار د افغان سوداګرو لپاره ګټوره بللې او ویلي یې دي، چې په دې برخه کې همکاري ته چمتو دي.

د ماليي وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال سید مبین شاه په کابل خبریالانو ته وویل، چې د فاریاب په اندخوي کې په نوي بڼه د ګمرک د جوړیدو کار روان دی او د دې کمرک یو شمېر تاسیسات جوړ شوي او نوي وسایل هم په کې ایښودل شوي دي.

ښاغلي مبین شاه دغه خبرې د ازربایجان د ګمرکونو له رییس ادین الین سره چې کابل ته یې سفر کړی و، په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

د ترکمنستان له پولي سره په اندخوي کې د اقینې بندر افغانستان ته د ترکمنستان او ازربایجان له لارې تورې بحیري او اروپا ته مواصلاتي لاره پیدا کولای شي.

په یاد خبري کنفرانس کې د ازربایجان د ګمرکونو رﺉیس وویل، چې هېواد یې هم پر دې کار پیل کړی چې د ترکمنستان د ریل ګاډي پټلۍ له اروپا سره ونښلوي.

هغه د دې ترڅنګ چې د افغانستان په ګمرکونو کې یې د ظرفیت جوړونې په برخه کې د خپل هېواد د همکارۍ ژمنه وکړه د اقینې بندر د افغان سوداګرو لپاره ګټور وباله.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خوني مرستیال خان جان الکوزی وايي، چې د ترکمنستان او منځنۍ اسیا ترانزیتي لار له پاکستان او کراچۍ بندر نه ارزانه پریوزي خو که کار ورته وشي.

نوموړي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، چې د اقینې د بندر دواړو خواوو ته باید د افغانستان او ازبکستان د حکومتونو له خوا د ریل پټلۍ رامنځ ته شي.

ښاغلی الکوزی وايي، چې د پاکستان پرخلاف ترکمنستان هغه هېواد دی چې تر اوسه پورې یې افغان سوداګرو ته هیڅ ستونزې نه دي جوړې کړي.

افغانستان دا مهال د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره تر ډیره د پاکستان له لارې ګټه اخلي، چې وخت په وخت سوداګر په دې لارې د ستونزو په اړه شکایتونه کوي.

افغان چارواکو تل ويلي، چې له پاکستانه پرته په بدیلو ترانزیتي لارو کار کوي خو ځینې سوداګر او کتوونکې شکایت کوي، چې په دې اړه افغان دولت لازم اقدامات نه دي کړي.
XS
SM
MD
LG