د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

امریکا د ملانذیر وسله واله ډله د تروریستانو په لیست کې شامله کړه


د امریکا متحدو ایالاتو د پاکستان یوه بله سخت دریزه وسله واله ډله دترهګرو په لیست کې شامله کړه،د ملانذیر وسله واله ډله چې په جنوبي وزیرستان کې نظامي مرکزونه لري په افغانستان کې پر کورنیو او بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې ښکیل بلل شوې.

ملانذیر چې د روان میلادي کال په جنوري کې په جنوبي وزیرستان کې د بې پيلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو په ښکاره ویل چې په وسله وال جنګيالي يې په افغانستان کې جنګیږي.

په هغه اعلامیه کې، چې د متحدو ایالاتو دبهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې راغلي، چې دغه ډله او دهغې اوسنی مشر ملنګ وزیر د ترهګرو په ځانګړي لیست کې شامل کړل شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د ملنګ وزیر او دهغه د ډلې ټولې شتمنۍ به کنګل شي او هیڅ امریکايي نشي کولی له هغوی سره داسې اړیکې ټینګې کړي، چې د دې ډلې په ګټه وي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه ډله په وزیرستان او اخوا په افغانستان کې په تروریستي پيښو کې ښکیل بللې او ویلي يې دي چې دترهګرۍ ځانګړي مرکزونه لري او همداراز ځانمرګي بریدګر هم روزي.

د اعلاميې له مخې دشواهدو له مخې ددې ډلې وسله والو په افغانستان کې پر امریکايي او ناټو ځواکونو ګڼې حملې کړې دي او مرګ ژوبله يې ور اړولې.

د دې ډلې پخوانی مشر قوماندان ملانذیر چې د اسلام اباد پلوی بلل کیده د روان میلادي کال د جنوري پر دویمه په جنوبي وزیرستان کې د بې پيلوټه امریکايي الوتکو په یوه برید کې ووژل شو.

نوموړی، چې په لومړي سر کې د تحریک طالبان پاکستان ځايي مشر و د داخلي اختلافاتو له وجې له دې ډلې نه لاره بیله او ځانته يې بیله ډله اعلان کړه.

هغه له حکومت سره تر ډزبندۍ وروسته پر ۲۰۰۷ میلادي کال په جنوبي وزیرستان کې د ازبک جنګيالیو پرضد وسله راپورته او له سیمې يې وتو ته اړ ایستل.

ملانذیر د تحریک طالبان برعکس په پاکستان کې د وسله والو فعالیتونو مخالف و او خپل ټول ځواک يې په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو پرضد کاراوه.

د متحدو ایالاتو دبهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې همداراز راغلي، چې دملانذیر تر مرګ وروسته دې ډلې په افغانستان کې د القاعده ملاتړ اعلان کړی دی.

که څه هم ملانذیر کلونه وړاندې له تحریک طالبان پاکستان سره خپلې لارې بیلې کړې وې خو داسې ویل کیږي، چې په دې وروستیو کې د هغه او د حکیم الله مسید چې د طالبانو مشري کوي دپخلا کولو هڅې روانې وې.

دملانذیر ډله چې له افغان طالبانو سره خواخوږي او ښې اړیکې لري په جنوبي وزیرستان کې ګڼ شمیر وسله وال جنګيالي لري او تر ډیره په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو پرضد جنګیږي.

راپور: مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG