د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

د میدان وردګو په اړه د ولسمشر کرزي فرمان غبرګونونه پارولي


له میدان وردګو څخه د امریکا د ځانګړو ځواکونو د وتلو په اړه د جمهور رییس حامد کرزي تر فرمان وروسته د افغانستان دننه او په غرب کې ضد او نقیض غبرګونونه څرګند شول.

یو شمېر کسان دا سوال مطرح کوي، چې د جمهور رییس کرزي دا فرمان به د افغانستان پر امنیتي وضعیت ناوړه اغیز ونه کړي؟

خو ځیني نور د ځانګړو امریکايي ځواکونو (سپيشل فورس) پر چلند نیوکې لري او د ولسمشر کرزي د ا پرېکړه، چې ځانګړي ځواکونه باید په دوو اونیو کې له میدان وردګو ووزي، پر ځای ګڼي.

یو شمېر رپوټونه وايي، چې د جمهور رییس حامد کرزي دې پریکړې د ناټو ځواکونو پوځي طراحان حیران کړي دي، ځکه دا اعلان په داسې وخت کې شوی، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په دې هیواد کې د یو شمیر امریکايي ځواکونو د حضور پر امکاناتو خبرې کیږي.

نو دا سوال هم پيدا کیږي، چې د امریکا د ځانګرو ځواکونو څومره شمیره به په افغانستان کې پاتې شي؟

له میدان وردګو د ځانګړو ځواکونو د وتلو پریکړې په کابل کې هم د امنیت په اړه تشویش هم زیات کړی.

داسې انګیرل کیږي، چې که چیرې دا پریکړه په سیمه کې د وسله والو طالبانو نفوذ زیات کړی، نو د کابل دروازه به ورته پرانیستل شي.

خو د افغانستان د ملي اردو لوي درستیز جنرال شیر محمد کریمي وایي؛ چې ښايي ولسمشر په میدان وردګو کې د خلکو د کرارولو لپاره دا پریکړه کړې وي؛ تر څو د حکومت په ضد پورته نه شي.

ښاغلي کریمي پردې ټکي ټينګار وکړ، چې جمهور رییس د خلکو تر شکایت وروسته، د ولس د غوښتنې پر اساس دا کار کړی دی.

د ښاغلي کریمي دا خبر د میدان وردګ ولایت د و الي ویاند هم تایید کړه.

د والي ویاند عطالله خوږیاټي نن ازادي راډيو ته وویل؛ چې خلک د ولسمشر کرزي له دې پریکړې ډیر خوشحاله دی.

د ازادي راډيو اوریدونکو په دې اړه یو واحد نظر نه دی څرګندی کړی.

یوه اوریدونکي، چې غالباً له میدان ودرګو څخه یې ازادي راډیو ته ټلفون کړی و؛ په سیمه کې د امریکايي ځواکونو له فعالیت څخه شکایت کړی دی او وايي، په میدان وردګ کې، په میدان شهر کې سپيشل فورس ډير بد کارونه کوي. نهه تنه لادرکه دي او د یوه تن، چې سر یې ورځخه پرې کړی و، تر پله لاندې اچول شوی و.

خو یو بل اوریدونکی وايي، چې د ځانګړو ځواکونو د وتلو مساله امنیتي اندیښنې زیاتوي او په دې ارتباط د ولسمشر حامد کرزي وروستۍ پریکړه یې له بیړې ډکه ګڼلې ده.

دی وايي، چې له میدان وردګو څخه په دوو اونیو کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو د ایستلو د پریکړې په اړه دا سوال لرم، چې ایا دا به د طالبانو لاس ته د ولایت د سقوط او فساد لپاره زمینه مساعده نه کړي؟

په عین حال کې ناټو وايي، چې داسې اسناد په لاس نه دي ورغلي تر څو دا ادعا ثابته کړي، چې په ریښتیا هم امریکايي ځانګړو ځواکونو په وردګو کې له خلکو سره بد چلند کړی دی.

د ناټو ځواکونو ویاند جنرال کوټر کتز پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل:

"موږ د هر ډول بد چلند په اړه ادعاوې جدي انګیرو. په دې اړه پراخې څيړنې روانې دي، خو تر اوسه داسې شواهد نه دي تر لاسه شوي، چې ثابته کړي، چې امریکایي ځانګړو ځواکونو په ریښتیا هم بد چلند کړی وی."

د ایساف ویاند وویل، د افغانستان له حکومت سره په ګډه کار کوي؛ تر څو د دې مسالې سپیناوی وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري پرون وویل؛ چې په وردګو کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو له خوا له ملکي خلکو سره د ناوړه چلند د ادعاوو سپيناوی د ایساف کار دی.

جان کېري ټينګار وکړ، چې په دې اړه د افغان حکومت اندیښنه د ده لپاره د درک وړ ده او باید وڅيړل شي.
XS
SM
MD
LG