د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

په کابل ښار کې د استوګنې زر اپارتمانونه جوړیږي


د افغانستان د ښارجوړونې وزارت د دوو ترکي ساختماني شرکتونو په مرسته غواړي؛ د کابل ښار په خواجه رواش سیمه کې د استوګنې څوارلس بلاکونه جوړکړي.

د ښار جوړونې وزارت له خوا په کابل ښار کې، د ښارګوټو د جوړولو په لړ کې د دې وزارت چارواکو د استوګنې د څوارلسو نورو بلاکونو د جوړولو تړون له ترکي ساختماني شرکتونوسره لاسلیک کړ.

د افغانستان د ښارجوړونې وزیر حسن عبدالهي د سه شنبې په ورځ له ترکي شرکتونو سره د تړون د لاسلیک کیدو پرمهال وویل؛ دا بلاکونه به زر اپارتمانونه ولري او په یوه کال کې به بشپړ شي.

ده وویل، دا اپارتمانونه به په قسطونو خلکو ته ورکړل شي:

"د دې پروژې ځانګېړنه په دې کې ده، چې هغه ژمنه چې وزارت کړې چې خلکو ته به ارزانه کورونه جوړوي، د همدې ژمنې له مخې مو نن د ترکيې د کور جوړونې له کمپنۍ سره تړون لاسلیک کړ.

هیله ده د دې پروژې چارې په یوه کال کې پای ته ورسیږي."

د ښارجوړونې وزیر د اپارتمانونو د بیې په هکله څه ونه ویل.

له دې مخکې هم د ښارجوړونې وزارت د دې ډول بلاکونو د جوړولو تړونونه له یوشمېر کورنیو او بهرنیو کمپنیو سره کړي دي.

یوکسل، او یونس ګروپ هغه ترکي کمپنۍ دي چې په کابل ښار کې د استوګنې اوسني څوارلس بلاکونه جوړوي.

د یونس ګروپ د کمپنی ريیس خلیل اونال وویل؛ دا بلاکونه به پنځلس پوړیز وي او په ترکي ډیزاین به جوړ شي:

"زموږ د کارسیسټم داسې دی، چې په هرو درې ورځو کې به د ودانۍ یومنزل سرته رسیږي. د زلزلې په وړاندې لوړ مقاومت لري او باکیفیته مواد به په کې وکارول شي."

دا هڅه په داسې حال کې کیږي، چې له دې مخکې د هیواد د کور جوړونې د فابریکو د فعالولو تړون د روسیې له یوې کمپنۍ سره لاسلیک شوی دی.

د دې وزارت چارواکي وایي، روسي کمپنۍ به په یوه کال دا فابریکې فعالې
او د لوړ کیفیت مواد به په کی وکاروي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اکثره خلک له اقتصادي ستونزو شکایت کوي.

په هیواد کې ډیر خلک کورونه نه لري، یا په کرایي کورونو اوی ا په خیمو او کنډوالو کې اوسیږي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG