د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

"د غیرقانوني سیم کارټونو خرڅلاو امنیتي ستونزې پېښولای شي"


د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژی وزارت وایي، د هیواد په ښارونو کې د غیرقانوني سیم کارټونو کارول، د خلکو او امنیتي ارګانونو د اندیښنو سبب سبب شوي دي.

د دې وزارت چارواکي وایي، د غیرقانوني سیم کارټونو د خرڅلاو مخنیوي ته له هڅو سره سره بیاهم لیدل کیږي؛ چې د هېواد په مرکزاو ولایتونو کې، دا ډول سیم کارټونه په اساني سره ترلاسه کیدای شي.

د دې وزارت د "اترا" یا د مخابراتي خدماتو د تنظیم د ادارې مرستیال انجینر خیر محمد فیضي د سه شنبی په ورځ خبریالانو ته وویل؛ غیرقانوني سیم کارټونه هغه وسیله ده؛ چې خلکو، کورنیو او امنیتي ارګانونو ته ډول ډول اندیښنې او ستونزې پیښولی شي:

"د دې سیم کارټونو له لارې خلکو او کورنیو ته د مرګ ګواښونه شوي، امنتیي ارګانونو ډیرې هڅې کړې، خو ترډېره ځایه نه دي توانیدلي، چې د دې کارعاملین ونیسي، د همدې ستونزې له امله امنیتي ارګانونه له موږ سره په ګډه کار کوي، څو د دې کار مخنیوی وشي او نورې امنیتي ستونزې پیښې نه شي."

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت چارواکي وایي، په هیواد کې د موبايیل خصوصي شبکې د خپلو سیم کارټونو د خرڅلاو لپاره په مختلفو ښارونو کې قراردادیان لري.

خو خرڅ شوي سیم کارټونه هغه مهال د فعالیت اجازه مومي چې، د اخیستونکي پیژندګلوۍ په فورمه کې ثابته او د مربوطې شبکې له خوا تایید شوی وي.

ښاغلي فیضي وویل، د غیرقانوني سیم کارټونو او جعلي فورمو د خرڅولو مخنیوي ته هڅې تیزې شوي او په تیره اوونۍ کې یې په کابل ښار کې په سلګونو غیرقانوني سیم کارټونه او د دې کار عاملین نیولي دي:

"د حوت په شپږمه د مخابراتي خدماتو د تنظیم د ادارې د څارنې ټیم د روشن د شبکې دوه سوه دوه پنځوس، د اتصالاتو یوسلو څوارلس او د ام. ټي. اېن د شبکی یوسلو یوڅلوېښت غیرقانوني سیم کارټونه د کابل ښار په پښتون مارکیټ ضبط او د دوی عاملین چې درې دکانداران او څوتنه نور خرڅوونکي وو، پولیسو ته سپارلی دی او نورې هڅې هم کیږي، چې دا ډول غیرقانوني سیم کارټونه کشف او ویې نیسي."

د مخابراتو وزارت چارواکي وایي، د غیرقانوني سیم کارټونو په کشف او نیولو کې ورسره د کورنیو چارو وزارت او عدلي او قضایي ارګانونو همکاري کړې ده.

خلک وایي، د مخابراتو وزارت دې د موبایلو پر خصوصي شبکو فشار راوړي؛ څو له خپلو قراردادیانو سره د سیمکارټونو د راکړې ورکړې چارې شفافې کړي.

خو د وزارت چارواکي وایي، تراوسه یې څو ځلې مختلفې خصوصي مخابراتي شبکې جریمه کړي او تاکید یې پرې کړی، چې په خپل هرډول مسلکي فعالیت کې دې د قانون حکم په پام کې ونیسي.

راپور:خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG