د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۴:۰۴

"خصوصي پوهنتونونه دې خپل فعالیتونه معیاري کړي"


د لوړو زده کړو وزارت ویاند محمد عظیم نوربخش
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي ټولو خصوصي پوهنتونونو ته یې دوه میاشتې وخت ورکړی څو خپل فعالیتونه معیاري او ستنډرډ کړي.

د افغان ولسمشر د پنځه څلویښتمې مادې فرمان له مخې د لوړو زده کړو وزارت د ټولو خصوصي پوهنتونونو د معیاري کولو په برخه کې یوه ارزیابي کړې.

د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې د خصوصي پوهنتونونو د معیاري کولو په برخه کې یې یوه طرح جوړه کړې؛ چې له مخې به یې ټول خصوصي پوهنتونونه ارزیابي کړي.

د دې وزارت ویاند محمد عظیم نوربخش د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل؛ د دوی د ارزیابۍ په نتیجه کې ځینې پوهنتونونه ډیر ضعیف وو.

دی وایي، ټولو هغو پوهنتونو ته یې دوه میاشتې وخت ورکړی، چې په سمه توګه کار نه کوي.

ښاغلي نوربخش په ځینو خصوصي پوهنتونونو کې یو شمېر ستونزې داسې په ګوته کړې:

"هغه پوهنتونونه چې په ټیټه کتګوري کې دي؛ ډیر شمیر هغه معیارونه او سمې مقررې نه لري، چې یو خصوصي پوهنتون یې لري.

مثلا دوی سم ځای، سم لابراتوار، کتابتون او سم استادان نه لري."


د لوړو زده کړو وزیرعبیدالله عبید د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل؛ چې په هېواد کې یې ټول خصوصي پوهنتونونه ارزیابي کړي او په پایله کې یې پوهنتونونه په څلورو برخو وشلي دي.

د دوی د ارزونې په پایله کې خصوصي پوهنتونونه په عالي، ښه، د قناعت وړ او ضعیفو پوهنتونونو باندې ویشل شوې دي.

د لوړو زده کړو وزیر ژمنه وکړه، چې د پوهنتونونو د معیاري کولو په هکله به خپلې دغې ارزونې ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د خصوصي پوهنتونونو یو شمیر محصلین شکایت کوي؛ چې په دې پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو وزارت معیارونه په پام کې نه نیول کیږي.

دغه محصلین وایي، نه یواځې دا چې درسونه یې معیاري نه دي؛ بلکې ډیر شمیر پوهنتونونه ډیر لوړ فیس هم اخلي.

"هغه مواد چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا جوړیږي؛ هغه په خصوصي پوهنتونونو کې نه پلي کیږي.

هر څوګ په خپله خوښه چپترونه جوړوي؛ هیڅوګ نشته چې، زمونږ غږ واوري، ټولو خپل غوږونه پټ کړي دي."


د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول هیواد کې څه باندې شپیته خصوصي پوهنتونونه فعالیت کوي؛ چې د دوی د ارزیابۍ له مخې څوارلس یې په ښه، څلور دیرش یې د قناعت وړ او څوارلس نور یې په ضعیفه کټه ګوري کې راغلې دي.

په دې پوهنتونونو کې یې ډیر شمېر له تیرو لسو کلونو راهیسې فعالیت کوي؛ چې ډیر کله یې زده کوونکي له لوړ فیس او ناسم درسي میتود څخه شکایت کوي.

خو د یو شمیر خصوصي پوهنتونونو مسوولین بیا وایي؛ چې د دوی ټول سیسټم د لوړو زده کړو وزارت له سیسټم سره یو شان دی.
XS
SM
MD
LG