د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

یوناما د طالبانو د پرانیستي لیک هرکلۍ کړی


د یوناما یوې ویاندې نیلاب مبارز
د یوناما یوې ویاندې نیلاب مبارز
یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت په یوې خبرپاڼه کې د ملکي تلفاتو په اړه د دې ادارې د وروستی راپور ‎په اړه د طالبانو د پرانیستي لیک هرکلۍ کړی او ویلي یې دي، چې دوي په دې اړه مذاکراتو ته چمتو دي.

د یوناما یوې ویاندې نیلاب مبارز ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له خوا دوي ته پرانیستی لیک داسې ښيي، چې ګواکې طالبان د افغانانو د ژوند ساتلو لپاره خبرو ته تیار دي.

میرمن مبارز وویل، د بشري حقونو له نړېوالو اصولو سره سم، دوي هم چمتو دي، چې د ولسي خلکو د ژوند او بشري حقونو د خوندیتوب لپاره له وسله والو طالبانو سره خبرې وکړي:

“تیار یو له طالبانو سره داسې یو ډیالوګ وکړو، چې هدف یې د ملکي خلکو ساتنه وي، زموږ ټول کوښښ دا دی، چې ولسي خلک وژغورل شي.

زموږ وړاندیز دا دی، چې دوي دي د ملکي خلکو ژوند په پام کې ونیسي چې خبرې وشي او همدارنګه پردې خبرې وشي، چې له زندانیانو سره څنګه چلند وشي.”


د کب میاشتې پر لومړی نېټه یوناما په خپل کلني راپور کې وویل، چې د 2012 کال په جګړو کې 2754 ولسي خلک وژل شوي، 4800 تنه ټپیان شوي، چې د دغې مرګ ژوبلې 81 فیصده مسئولیت د وسلوالو مخالفینو پر غاړه دی.

د یوناما په راپور کې راغلي چې وسله وال طالبان د ځان وژونکو حملو لپاره له کوچېنانو کار اخلي.

خو تر دې وروسته وسله والو طالبانو په یوه سرخلاصي لیک کې د یوناما دغه راپور رد کړ او په کې لیکلي یې وه، چې یوناما د افغان او نړېوالو ځواکونو له خوا په رامنځ ته شوې ملکي مرګ ژوبلې سترګې پټې کړي دي.

طالبانو دا موضوع هم رد کړې وه، چې په ځان وژونکو حملو کې له کوچېنانو کار اخلي.

خو د یوناما ویاندې له دې راپور څخه دفاع وکړه او ویې ویل، که چېرې طالبان د دوي راپور په بشپړه توګه ولولي نو ډیرو پوښتنو ته به یې ځواب ووايي.

بل خوا د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل ازادۍ راډیو ته وویل، دوي د هر هغه ګام ستاینه کوي، چې د ولسي خلکو ژوند ورسره خوندي کيږي او مرګ ژوبله کموي:

“د هر هغه عمل هرکلۍ کوو، چې د جنګ پر ځای سوله په کې راځي، د ملګرو ملتونو او طالبانو ترمنځ دغه نژدې والی د سولې لپاره یو ښه ګام بولو.

په ټولیزه توګه په جګړه کې له ټولو خواوو غواړو، چې د سولې خبرو ته کښېنو او موږ د دغه ډول خبرو هرکلۍ کوو.”


که څه هم یوناما ویلي، چې د تیر میلادي کال په پرتله په 2012 م کال کې ملکي مرګ ژوبله 12 سلنه کمه شوې خو د بشري حقونو نورې کورنۍ او بهرنۍ ادارې اوس هم په افغانستان کې د ولسي خلکو ژوند ته اندېښنه لري.

که څه هم یوناما د دې راپور په اړه له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره چمتوالی ښودلی، خو تراوسه څرګنده نه ده چې طالبانو ځواب به څه وي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG