د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۴۷

د انتخاباتي مرکزونو لست امنیتي ارګانونو ته وسپارل شو


د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس ضیا الحق امرخیل
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، چې نن د ۲۰۱۴ کال د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د رایې ورکولو د مرکزونو لست امنیتي ارګانونو ته وسپارل شو.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رﺉیس ضیا الحق امرخیل وايي، چې دغو انتخاباتو ته په ټول هېواد کې شپږ زرو نه سوو اتلس مرکزونه په پام کې نیول شوي دي.

دغه لست په داسې حال کې له امنیتي ارګانونو سره شریک کیږي، چې څو ورځې مخکې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رﺉیس فضل احمد معنوي وویل، په کومې سیمې کې چې امنیت نه وي، د انتخاباتو لپاره د رایې صندقونه به په کې کښینه ږدي.

زموږ همکار احمدزبیر ژمن د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا له رییس سره په دې اړه مرکه کړې.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:49 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG