د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۰:۴۷

په لغمان کې د ژمنیو سبزیجاتو حاصل د تیر په پرتله زیات و


د لغمان د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې په ټولو برخو کې حاصلاتو ښه نتیجه ورکړې ده.

د کرنې رييس محمد اسمعیل دولتزی وايي، د نورو برخو ترڅنګ د سبزیجاتو حاصل يي د مرکز سربیره نورو ولایتونو ته هم روان دی.

د دولتزي په خبره هغو بزګرانو، چې په ځمکه يي سبزیجات کرلي له یو جریب ځمکې څخه يي تر پنځوس زره افغانیو په ارزښت حاصل تر لاسه کړی دی:

"زه ویلای شم، چې زموږ ژمني سبزیجات له لغمان نه کابل او همسایه ولایتونو ته هره ورځ ځي، چې د یو جریب ځمکې نه د سبزیجاتو حاصل له دیرش زره افغانیو نه نیولې تر پنځوس زره پورې ښودل شوی، چې دا ډیر لوړ دی."

د نوموړي په خبره د سبزیجاتو سره خوا کې د وريجو کرکیلې هم ښه نتیجه ورکړې، چې اوس مهال د لغمان په ۱۳۰۰ هکټاره ځمکه وریجه کرل کیږي.

خو دولتزی وايي، چې د دغو حاصلاتو لپاره د پروسس فابریکې نه لري.

دده په خبر دوي په دې برخه کې مرکزي دولت ته وړاندیز کړی، ترڅو د یادې ستونزې د حل په برخه کې اقدام وکړي:
"موږ په دې ولایت کې حاصلاتو لپاره د پروسس د فابریکو نه موجودیت ستره ستونزه ده او دا مو له ولایت او د کرنې وزارت سره شریکه کړې،امید لرم،چې د حل لاره به ورته پیدا کړو"
د لغمان د کرنې ریاست د چارواکو په خبره په دې ولایت کې سبزیجات،وريجې، غنم او میوه ښه حاصل ورکوي،چې دا کار د کوکنارو د مخنیوی ستر لامل بلل کیږي.

د کارپوهانو په خبره که چېرې د لغمان ولایت حاصلاتو لپاره په بیلابیلو برخو کې د پروسس فابریکې جوړې شي،نو د دوی حاصلات به خوندي او لاسته راوړنه به يي هم ډیره شي.

راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG