د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

د تر ټولو معتبرې جایزې (اسکار) ګټونکي اعلان شول


د امریکايي سینما (هالیووډ) د تر ټولو معتبرې جایزې (اسکار) ګټونکي پرون ماخوستن اعلان شول.

په دې مراسمو کې نه یوازې امریکايي فلمونو، فلم جوړونکو او هنرمندانو ته جایزې ورکړل شوې بلکه یو شمېر غوره بهرني فلمونه هم د جایزې لپاره کاندید شوي وو.

د اسکار د جایزې د ویش مراسم د امریکا د لاس انجلس په ښار کې جوړ شول او د امریکا د ولسمشر میرمنې، میشال اوباما له سپینې ماڼۍ د ویډیو په مرسته په دې مراسمو کې برخه درلوده.

د کال د تر ټولو غوره امریکايي فلم جایزه د ارګو (Argo) په نوم فلم ته ورکړ شوه او د جایزې ګټونکی، د معمول خلاف، د امریکا د میرمن اوباما له خوا اعلان شو.

د (Argo) ډایرکټر بین افلیک (Ben Affleck) دی.

دا فلم د هغو امریکايي دپلوماتانو د زړه ورتیا په اړه جوړ شوی، چې په نونس سوه نهه اویا میلادي کال کې په ایران کې د امریکا پر سفارت د حملې څخه په تيښته بریالي شوي وو.

دا امریکايي دپلوماتان څو ورځې په تهران کې د کاناډا په سفارت کې پټ شوي وو.

د اسکار مراسمو ته مشهورې بریتانوي سندرغاړې (Adele) خپله هغه سندره وبلله، چې د (Sky Fall) فلم لپاره یې جوړه کړې وه او د غوره سندرې جایزه یې هم ګټلې ده.

د کال د غوره فلم جوړونکي (Director) جایزه تایواني فلم جوړونکي انګ لي ته د هغه د فلم ( Life of Pi) په خاطر ورکړ شوه.

دوه ویشت کلنې امریکايۍ جنیفر لاورینس د (Silver Linings Playbook) په فلم کې د ښه کارکولو په خاطر د اسکار جایزه واخیسته.

د ۲۰۱۳ کال د تر ټولو غوره بهرني فلم د اسکار جایزه د (Amor) په نوم اتریشي فلم ته ورکړه شوه، چې کیسه یې د دوو سپینيږو د ژوند په اړه وو.

په افغانستان کې جوړ شوی فلم (Bozkashi Boys) هم د بهرنیو فلمونو په ډله کې اسکار جایزې ته کاندید وو، خو کومه جایزه یې نه ده ګټلې.
XS
SM
MD
LG