د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۷:۳۶

نړۍ

ولید المعلم: دمشق د رژیم د مخالفینو په شمول د اپوزیسیون له ډلو سره خبرو ته تیار دی

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې دمشق د رژیم د وسله والو مخالفینو په شمول د اپوزیسیون له ډلو سره خبرو ته تیار دی.

ولید المعلم نن په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګې لافروف سره ولیدل او ویي ویل، چې د روسيې د شمالي قفقاز په شمول د نړۍ د اته ویشتو هېوادونو وسله وال په سوریه کې د رژیم د مخالفینو سره په ګډو لیکو کې د دمشق د حکومت پر ضد جنګیږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لافاروف نن د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډ خبري کنفرانس کې، یو وار بیا ټینګار وکړ، چې مسکو په دمشق کې دبحران د حل لپاره د یوه سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي او خبر داری یې ورکړ، چې دا بحران د سوریې د بربادۍ سبب ګرځيدلای شي.

روسیې همدا راز د دمشق د رژیم د اپوزیسیون مشر ته مسکو ته د ورتګ بلنه ورکړې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کوي، چې په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال راهیسې لږ تر لږه اویا زره تنه په روان بحران کې وژل شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پولنډ اوکراین ته ۶۰ ټانکونه ورکوي

ارشیف

پولنډ غواړي چې اوکراین ته ۶۰ ټانکونه ورکړي.

دا د هغو څوارلس لیپارډ-۲ جرمني ساخت ټانکونو سربېره دي چې مخکې یې وارسا له کییف سره ژمنه کړې وه.

د پولنډ صدراعظم ماتیوس موراویکي د کاناډا یوه تلوېزیون ته پرون وویل چې ۶۰ نور پرمختللي ټانکونه به اوکراین ته ولېږي چې دېرش یې پي ټي- ۹۱ ډوله دي.

پي ټي- ۹۱ ټانکونه په پولنډ کې جوړېږي، دا د شوروي د وخت د ټي- ۷۲ ټانکونو پرمختللې بڼه ده او اوکراین هم له همدې ډول ټانکونو د اوس لپاره د روسیې په وړاندې په جګړه کې استفاده کوي.

د پولنډ له دې مرستې سره د ناټو د غړیو هېوادونو له لورې اوکراین ته د ورکړل شویو ټانکونو شمېر یوسل او دېرشو ته ورسېد او داسې اټکل کېږي چې دا شمېره به پسې لوړه شي.

د اوکراین حکومت د خپلو لوړپوړو چارواکو په سفر بندیز ولګاوه

د اوکراین ولسمشر او ورسره نور لوړپوړي چارواکي

د اوکراین حکومت هغه پرېکړه تصویب کړه چې له مخې یې بهر ته د چارواکو پر سفرونو بندیز لګوي.

صدراعظم دینیس شمیهال پرون د پارلمان غړیو ته وویل چې حکومتي چارواکي، سیمه ییز چارواکي، څارنوالان، قاضیان او نور افسران یوازې په رسمي سفر بهر ته تللی شي، یا د درملنې لپاره سفر کولای شي.

شمیهال په ټیلګرام کې دا هم لیکلي چې د استراحت لپاره بهر ته سفر منع دی.

یوه ورځ مخکې تر دې د پارلمان غړی میکولا تیشچینکو چې تایلنډ ته تللی و او پارلمان یې خبر کړی نه و، له دندې ګوښه شو.

نیوزیلينډ په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې هندوستان ته ماتې ورکړه

د نيوزيلنډ کرېکټ ملي لوبغاړي، انځور - ارشيف

د کوربه هندوستان او نیوزیلینډ ترمنځ د کرېکټ درې شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه د ۲۱ منډو په توپیر نیوزیلنډ وګټله.

نیوزیلينډ لومړی توپوهنه وکړه او د ۱۷۷ منډو هدف یې وټاکه، چې هند یې په ځواب کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۵ منډې وکړې.

د نیوزیلينډ په توپوهونکو کې ډیون کانوې او ډاري میچل نیمه سلیزې ووهلې.

د هند لپاره ورو توپ اچونکو واشنګټن سندر او کولدیپ یادف ښه توپ اچونه وکړه.

د هند په توپوهونکو کې بیا واشنګټن سندر خپله لومړۍ نیمه سلیزه ووهله.

دغه راز د شل اوریزو سیالیو لومړي نمبر توپوهونکی سوریا کومار یادوف بیا ۴۷ منډې وکړې.

د نیوزيلینډ په توپ اچونکو کې لوبډلمشر سنټر، فرګېسن او براس ویل دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.

ډیري میچل د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به دویمه شل اوریزه لوبه د جنورۍ میاشتې په ۲۹ نېټه ترسره شي.

د اوکراين د ولسمشرۍ دفتر: د روسيې په يوه بريد کې لس ملکيان وژل شوي دي

د روسيې د بريدونو له امله رامنځته شوي ويجاړي

د اوکراین د ولسمشر ولادمیر زلنسکي دفتر وايي، د روسیې له‌خوا د هاوان مرمۍ د ویشتلو په پایله کې نن لس غیر نظامیان وژل شوي دي.

د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر په وینا، شل تنه نور ټپیان شوي دي.

د اسوشیتد پرس د راپور پر بنسټ، اوکرایني چارواکو ویلي، د هاوان مرمیو ویشتلو په پایله کې د اوکراین په لوېدیځ او سویل کې زیاتره ښارګوټي او کلي زیانمن شوي دي.

له دې وړاندې یوه ورځ د روسيې د حملو په پایله کې یولس تنه اوکراینیان وژل شوی وو.

د اروپايي ټولنې يو چارواکی: روسيې پر اوکراين د جګړې بل پړاو پيل کړی

د اروپايي ټولنې یو جګپوړی چارواکی وايي چې مسکو د اوکراین پر ضد د جګړې یو بل پړاو چې پر ملکي وګړو او غیر پوځي اهدافو بې‌درېغه حملې دي پیل کړی.

د اروپايي ټولنې د اروپايي عملیاتي خدماتو عمومي منشي ستیفانو سانینو نن د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د خبرو پر مهال همدا راز وویل، چې د اوکراین پوځ ته د جرمني او امریکا له‌خوا د پرمختللو ټانکونو د ورکولو علت هم د روسیې پارونې وې.

ښاغلي سانینو زیاته کړه چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین دا جګړه د ځانګړو عملیاتو په نوم پیل کړه خو اوس یې خبره د ناټو او لوېدیځ پر ضد جګړې ته رسولې ده.

د سانینو په وینا اوکراین ته جرمني او امریکايي ټانکونه د دې لپاره ورکول کېږي چې خپله دفاع وکړي نه دا چې یرغلګر وي.

تهران کې د اذربايجان پر سفارت بريد کې يو تن وژل شوی

تهران کې د اذربايجان سفارت

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه ویلي، په تهران کې د دوی د سفارت مخې ته یو تن هغه وخت ووژل شو او دوه نور ټپیان شول، چې سهار یوه حمله کوونکي د سفارت د ساتونکو پر پوسته حمله وکړه.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، حمله کوونکي په دغه برید کې د ګارډانو مشر وژلی دی.

په دې باب نور توضیحات نه‌دي ورکړل شوي.

د ازادي راډیو ایرانۍ څانګې راډیو فردا لیکلي، چې د تهران د پولیسو مشر، د حمله کوونکي د نیولو خبر ورکړی دی.

راډیو فردا وايي، له خپرو شویو تصاویرو ښکاري چې حمله کوونکی توانېدلی و، چې سفارت ته دننه ورشي.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي او د معلوماتو له بشپړېدو وروسته به نور توضیحات ورکړي.

د اوکراين پوځ: روسي ځواکونو د اوکراين په ختيځو سيمو کې عمليات سخت کړي دي

د اوکراین پوځ نن ویلي، روسي ځواکونو په ختیځو سیمو دونیڅک او لوهانسک کې له څو استقامتونو خپل عملیات سخت کړي دي.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي د هغو هېوادونو مننه وکړه، چې کییف ته یې د پرمختللو ټانکونو د ورکولو ژمنه کړې ده.

زلنسکي له دغو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د دغو جنګي وسایطو د لېږد بهیر چټک کړي، ځکه د جګړې په ډګر کې سخته اړتیا ورته لیدل کېږي.

د اوکراین پوځ وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد د دوو ختیځو سیمو پر ۱۱ موقعیتونو حملې په شا تمبول شوي دي.

تر دې یوه ورځ مخکې که څه هم د کییف هوايي مدفع زیات ویشتل شوي توغندي شنډ کړل، خو مسکو بیا هم د اوکراین پر ټولو برخو د میزاییلو حملې وکړې، چې لږ تر لږه ۱۱ کسان یې ووژل او یو برښناکوټ یې زیانمن کړ.

برېتانيا راتلونکې اوونۍ اوکراين ته پوځي وسايل لېږي

د برېتانیا حکومت غواړي چې راتلونکې اوونۍ د اوکرایني ځواکونو له روزلو وروسته د مارچ په وروستیو کې اوکراین ته ټانکونه او پوځي وسایل ولېږي.

د برېتانیا صداراعظم ریشي سوناک پرون (پنجشنبه) خبریالانو ته وویل: "هر څه له پلان سره سم پر مخ ځي."

برېتانیا د اوکراین لومړنی متحد هېواد دی چې روانه میاشت یې وویل، ۱۴ چلنجر-۲ تهاجمي ټانکونه اوکراین ته ورکوي.

امریکا او جرمني هم په خپل منځ کې اختلاف ته شا اړولی او د چهارشنبې په ورځ یې وویل چې اوکراین ته ټانکونه او پوځي وسایل لېږي.

امريکا: 'واګنر' يوه جنايتکاره ډله ده

واګنر ډلې پورې اړوند د اعلاناتو يو بېنر

د امریکا متحده‌ایالتونو د واګنر (Vagner) ډله د یوې بهرنۍ جنایتکارې ډلې په توګه معرفي کړه.

د امریکا حکومت په یوه فرمان کې د دغه روسي شرکت خلاف بندیزونه اعلان کړل.

د امریکا د خزانې وزارت د پنجشنبې په ورځ په دې تړاو د یوه چینايي شرکت او په متحده عربي اماراتو او په مرکزي افریقا جمهوریت کې څو تنه او شرکتونه تحریم کړي وو.

روسيې پر اوکراين د راکټي بريدونو نوې څپه پيل کړې

د اوکراين او روسيې جګړه

روسي ځواکونو نن سهار (د جنورۍ ۲۶) پر اوکراین د راکټي بریدونو یوه نوې څپه پیل کړه او تېره شپه د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته ویل کېږي چې، لږ تر لږه یو کس په‌کې وژل شوی دی.

د اوکراین د پلازمېنې کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، په دغه ښار کې د نن ورځې په برید کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

کلیچکو د کییف له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې په پناه ځایونو کې پاتې شي.

د روسیې نوي راکټي بریدونه وروسته له‌هغې وشول چې د اوکراین ولسمشر ولودمیرزلنسکي د دغه هېواد له لوېدیځو متحدینو وغوښتل چې اوکراین ته د اوږد واټن ویشتونکي توغندي او پوځي الوتکې ورکړي چې د هوایي دفاع د پیاوړتیا لپاره اغېزناک تمام شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG