د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۷

"په میدان وردک کې د ځانګړو ځواکونو د ناسم چلند په اړه څیړنې کوو"


جنرال ګونترکتز
جنرال ګونترکتز
له میدان وردک څخه د ځانګړو امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د افغان حکومت له پریکړې وروسته ایساف وایي، چې دوي په دې ولایت کې له افغانانو سره د دې ځواکونو د ناسم چلند د ادعاوو په اړه څیړنې کوي.

د دې ځواکونو ویاند جنرال ګونترکتز که څه هم په دې اړه څه ونه ویل، چې د ولسمشر کرزي له غوښتنې سره سم به ځانګړي امریکایی ځواکونه له میدان وردک څخه وځي او که نه خو دا یې څرګنده کړه، چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې په امریکایي سپیشل فورس ډیر تورونه لګیدلي دي:

"موږ د ناسم چلند په اړه ټول تورونه جدي نیولي او ډیرې هڅې کوو چې د دې مسالې په اړه واقعیتونه مشخص کړو.

په وروستیو اونیو کې په میدان وردک ولایت کې د ځانګړو امریکایي ځواکونو د ناسم او غیر مسلکي چلند په اړه ډیر تورونه لګیدلي دي.

تر اوسه موږ داسې شواهد نه دي موندلي چې دا تورونه ثابت کړي".


ولسمشر کرزي د یکشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت د شورا په غونډه کې دفاع وزارت ته دنده وسپارله، چې له میدان وردک ولایت څخه ځانګړي امریکایي ځواکونه وباسي او د هغوي دنده افغان ځواکونو ته وسپاري.

افغان حکومت وایي، چې سپیشل فورس یا ځانګړي امریکایي ځواکونه په میدان وردک کې په نا امنیو کې لاس لري او هلته یې له خلکو سره ناوړه چلند او پرهغوي زور زیاتی کړی دی.

د دفاع وزارت چارواکو ازادي راډیو ته وویل، چې دوي په میدان وردک ولایت کې د ځانګړو امریکایي ځواکونو د خلا د ډکه کولو لپاره چمتو دي او په دې برخه کې هیڅ ډول ستونزه نه لري.

په عین حال کې د ایساف ځواکونو ویاند جنرال ګونترکتز، چې د دوشنبې په ورځ یې په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل، چې افغان ځواکونه ډیر پیاوړي شوي او کولای شي په هره سیمه کې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي:

"واقعا موږ وینو، چې افغان امنیتي ځواکونه په ښه ډول توانیدلي چې د خپل هېواد په بېلابېلو برخو کې امنیت ټینګ کړي.

که چیرې سمه پاملرنه وشي هغوي د هغو سیمو د امنیت ساتنې مسوولیت لري چې نوي فیصده خلک په کې ژوند کوي.

زموږ نظر دا دی چې افغان امنیتي ځوکونو خپلې دندې ډیرې ښې ترسره کړي او په دې کې هیڅ شک نه لرو چې هغوي به همداسې پرمخ ځي".


سپیشل فورس یا ځانګړي امریکایي ځواکونه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو مخالفانو پرضد پوځي عملیات ترسره کوي،خو په یوشمیر سیموکې خلک او افغان حکومت وایی چې دا ځواکونه عام خلک په ناحقه وهي ټکوي او هغوی شکنجه کوي.

خو دا چې د افغان حکومت له پریکړې سره سم به ځانګړي امریکایی ځواکونه له میدان وردک ولایت څخه ووځي او که نه دا به دوه اونۍ وروسته معلومه شي.
XS
SM
MD
LG