د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

محمد نبي عیسی خېل د افغان کرکټ ټیم نوی کپټان شو


د افغانستان کرکټ بورډ له خوا محمدنبي عیسی خیل د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لپاره د نوي کپتان په توګه وټاکل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو د کابل په نړیوال کرکټ سټډیوم کې په یوه خبري غونډه کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لپاره د کپټان په توګه د محمدنبي عیسی خیل او د هغه د مرستیال په توګه د محمدشهزاد محمدي له ټاکل کیدو خبر ورکړ.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر نور محمد مراد خبریالانو ته وویل؛ چې د نوروز منګل په ځاي د محمدنبي عیسی خیل د ټاکل کیدو پریکړه د اوږدمهاله پلانونو له مخې ترسره شوې ده.

"که تاسو په دې اخر کې لیدلي وي، د منګل صاحب یو څه په دې لاسته راوړنو کې که دی موږ مقایسه کوو؛ د تیرو کلو سره یو څه کمبود راغلی و. شاید موږ او یا روزونکو یا د سلیکشین ( نتخابي کمیټې) دې پریکړه ته ورسیدله چې دا یو علت یې همدغه اضافه بار وي؛ شاید نو د دغو کرکټ پوهانو پیشنهاد پر اساس باندې موږ دا کار کړی دی؛ چې یعنې دې سره نه یواځې زموږ ټیم به ورسره لاسته راوړنې انشالله ښې شي؛ په دې امید او په عین وخت کې زموږ د پخواني کپټان نوروز منګل په خپل انفرادي لاسته راوړنو کې به هم انشالله بهبود راشي."

ښاغلي مراد دا هم وویل، چې محمدنبي عیسی خیل به له دې وروسته د افغانستان د کرکټ په ملي ټیم کې د درې واړو لوبو شل اوریزو یو ورځنیو او څلور ورځنیو برخو لپاره مشري وکړي.

محمدنبي عیسی خیل په دې وروستیو کې د بنګله دیش د کرکټ په غوره لیګ کې د نړیوالو لوبغاړو په کتار کې دریم ځای وګاټه.

محمدنبي عیسی خیل د آزادۍ راډيو د دې پوښتنې په ځواب کې چې؛ د ټیم مشري به یې څومره د ده په خپله لوبه کمزورې او یا پیاوړې کړي داسې وویل:

"واقعاً چې ډېر کپټانان ما لیدلي چې پروفارمنس کوي؛ چې کپټان شي، بیا پرفارمنس (سمه لوبه) نه کوي. نو انشالله زما به کوشش وي چې هم به کپټاني وکم او هم به پروفارمنس (سمه لوبه) ورسره وکړم، ځکه چې د افغانستان ټیم ته ډېر زیات ضرورت دی؛ زما پروفارمنس (سمه لوبه) او یو ښه لوبې کولو لپاره؛ ځکه چې دا راروانې مهمې لوبې کومې سکاټلنډ سره چې دي خاص طور هغه ون ډې انټرنیشنل (یو ورځنۍ نړیوالې لوبې) چې کومې دي، هغه ډېرې زیاتې ضروري دي."

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم تکړه لوبغاړی حمید حسن هم چې په دې غونډه کې د نبي عیسی خیل تر څنګ و؛ د هغه له ټاکل کېدو هرکلی وکړ.

"نبي ته زه ډېره کامیابي غواړم د الله تعالی څخه انشالله زموږ د ټولو لوبغاړو ملاتړ ورسره دی؛ نوروز نه ډیره مننه کوم، چې دغو شپږ اوو کالو کې یې د افغانستان لپاره ډېر زیات زحمتونه ویستل."

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر شهزاده مسعود هند او پاکستان ته د خپلو وروستیو سفرونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې تمه ده د راروانې میلادي میاشتې په پاي کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د پاکستان له ملي ټیم سره درې شل اوریزې او یوه یو ورځنۍ لوبې وکړي.

ښاغلي مسعود دا هم وویل، چې له هند سره هم د مرستو د جلبولو په برخه کې ځینې خبرې شوي چې مثبتې پایلې یې لرلي.

په دې غونډه کې چې د کابل په نړیوال کرکټ ډګر کې د بورډ د نوې ودانۍ د پرانیستلو لپاره هم جوړه شوې وه د ملي ټیم د لوبغاړو لپاره د نویو اسماني رنګه جامو له جوړیدو خبره وشوه.

راپور: صفي الله ستانکزی
XS
SM
MD
LG