د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۶:۱۸

پر افغان ځواکونو د طالبانو حملې زیاتې شوي دي


د یکشنبې په ورځ ګڼو لویدیځو ورځپانو په ننګرهار، لوګر او کابل کې د همدې ورځې د بریدونو په اړه راپورونه او تبصرې خپرې کړي دي.

دا واشینګټن پوسټ ورځپانه وايي، افغان امنیتي ځواکونه د یکشنبې په ورځ په درېو بیلابیلو سیمو کې د مخالفو وسله والو د ځان وژونکو بریدونو لاندې راغلل؛ په عین حال کې د افغان استخبارتي سرچینو له قوله وايي، چې په کابل کې یې د یو برید مخه نیولې ده.

ورځپاڼه لیکي، بمي چاودنې د حکومت د مخالفو وسله والو د ډیرې مودې تکتیک دی، خو له افغانستان څخه د امریکايي او د ناټو د نورو غړیو هیوادونو د سرتیرو وتلو او د ژمي د سړې هوا ماتېدو، اوس مخالف وسله والو ته د دې فرصت برابر کړی دی؛ چې د پخوانیو کلونو په مقایسه د دې هیواد په بیلابیلو سیمو کې ډیر فعال واوسي.

واشنګټن پوسټ په جلال اباد کې د ملي امنیت پر یوې ودانۍ موټري بمي چاودنې او په لوګر کې پر پولیسو دوه جلا جلا ځان وژونکې حملې یادې کړې دي.

ورځپاڼه په دې اړه د خپل راپور په یوه برخه کې وايي؛ په داسې حال کې چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه کم شوې دي؛ طالبانو د پخوا په مقایسه د خپلو بریدونو مخه تر ډیره افغان امنیتي ځواکونو ته اړولې ده.

د سیاټل ټایمز امریکايي ورځپاڼې په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د زیاتیدو په اړه یو لیکنه کې وايي، په داسې حال کې چې د بې پیلوټه الوتکو سخت بریدونه تیر کال په افغانستان کې د امریکا د هوايي ځواک د حملو یوه برخه وه؛ د امریکايي ځواکونو په وتلو سره په دې هیواد کې د دې کارول زیاتیږي.

ورځپاڼه د پینټاګون د معلوماتو په حواله وايي چې، امریکا تیر کال د بې پیلوټه الوتکو څخه په افغانستان کې ۵۰۶ بریدونه ترسره کړي دي. دا په دغه ډول بریدونو کې د ۲۰۱۱ م کال په پرتله په سلو کې دوه اویا زیاتوالي ښيي او د ورځپاڼې په باور د دې نښه ده؛ چې امریکايي قومندانان غواړي، د لرې څخه په کنټرولیدونکي هوايي ځواک تکیه ډیره کړي.

د سیاټل ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، په دې سره به په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمېر کمیږي؛ د طالب وسله والو پر ضد حملې دوام وکړي.

ورځپاڼه وايي، په ۲۰۱۱ م کال کې په افغانستان کې د امریکا د هوايي بریدونو په سلو کې پنځه برخه د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو بریدونو جوړوله؛ خو په ۲۰۱۲م کال کې دا اندازه په سلو کې ۱۲ ته ورسېده.

ورځپاڼه وايي، چې په کابل او واشنګټن کې پوځي ویاندانو د دې زیاتوالي په اړه د معلوماتو له ورکولو ډه ډه کړې ده.

خو د یو شمېر چارواکو له خولې چې له دې مسالې سره اشنا دي وايي، د دې زیاتوالي یو سبب دا دی، چې په افغانستان کې له لرې څخه د کنټرولیدونکي پوځي بې پیلوټه الوتکو شمېر زیات شوی دی، له بلې خوا د دې الوتکو له خوا د وېډېو تصویرونو ښه څرنګوالي اوس پر مځکه میشتو پوځیانو ته له سیمې غوره تصویر وړاندې کوي.
XS
SM
MD
LG