د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

ولسمشرکرزي امریکايي ځواکونو ته له میدان وردګو نه د وتلو امر کړی


د افغان ولسمشر ویاند اېمل فیضي پرون وویل، په میدان وردګو کې د امریکا د خاصو ځواکونو یا سپېشل فورس په عملیاتو کې ملکي وګړي وژل شوي او تري تم دي نو ځکه حکومت غواړي چې دا ځواکونه له دې ولایته ووځي:

"د ملي امنیت شورا غونډې دفاع وزارت ته دنده ورکړه څو په دوو اونیو کې د میدان وردګو ولایت له اړوند سیمو څخه د امریکا خاص ځواکونه یا سپېشل فورس وباسي."

ښاغلي فیضي زیاته کړه، چې دا پرېکړه د ملي امنیت شورا په غونډه کې وروسته له هغه وشوه چې دوي، د سیمې له خلکو سره د امریکا د خاصو ځواکونو یا سپېشل فورس د ناوړه چلند په اړه ګڼ شکایتونه ترلاسه کړل.

فیضي چې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله زیاته کړه، سپېشل فورس او له هغو سره همکار د دولت له چوکاټه وتلي وسله وال د خلکو کورونو ته بې اجازې ننوځي او ملکي وګړي بې دلیله له ځان سره بیایي:

"د امریکا خاص ځواکونه یا سپېشل فورس ځینې ډلې لري چې د هغو په چوکاټ کې یوشمېر افغانان هم لیدل کېږي.

دوی د افغانستان د خلکو کورونو ته ننوځي او تلاشي کوي یې، خلک ځوروي او شکنجه کوي او حتی زموږ د بېګناه خلکو د قتل باعث هم شوي دي. په دې اړه کافي زیات شکایتونه کابل ته هم رارسېدلي دي."


د دولت د ریاست ویاند د مثال په توګه د هغه محصل کیسه یاده کړه چې د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره د میدان وردګو یوې سیمې ته تللی و، خو د سپېشل فورس د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی و.

د فیضي په وینا د کابل پوهنتون د دې محصل مړی وروسته په یوه بله سیمه کې په داسې حال کې وموندل شو چې سر او ګوتې یې غوڅ شوي وو او پر وجود یې د شکنجې نښې لیدل کېدي.

فیضي همداراز یادونه وکړه، چې د خاصو ځواکونو په عملیاتو کې د میدان وردګو ولایت نهه تنه اوسېدونکي تري تم شوي هم دي.
XS
SM
MD
LG