د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۴۳

لودین: لویه څارنوالۍ د دوسیو په څېړنه کې همکاري نه کوي


د افغانستان له اداري فساد سره د عالي ادارې رییس عزیز لودین وایي؛ چې لویه څارنوالۍ له دوی سره د هغو دوسیو په اړه سمه همکاري نه کوي؛ چې دوی په فساد کې د دولتي چارواکو د ښکلتیا په اړه ورته لیږلي دي.

ډاکټر لودین له ازادی راډیو سره په یوي ځانګړي مرکه کې وویل؛ ښایي چې دا به په لویه څارنوالۍ کې د اداري فساد له امله وي او یا به د هغو لوړ پوړو حکومتي چارواکو د فشار له امله وي چې په فساد کې لاس لري:

"زه باید په دې پوه شم، چې څه شول، تراوسه موږ شاوخوا۱۹۰ دوسیې ورلیږلي دي؛ دلایل دې موږ ووایي، چې دلیل یې څه و، چې دا دوسیې حفظ شول.

دوی به ویل، چې دا دوسیه تکمیل نه وه، دلته یې عکسونه نه وو او کله کله به یې دوسیه بېرته ماته رالیږله، چې نشاني شد یې نه درلود.

که رښتیا درته ووایم دوامداره همکاري نه کوي اما ځينې دوسیې دي چې موږ ورلیږلي هلته دوی وایي؛ چې حفظ شوي ولې حفظ شوي ځکه چې اسناد یې تکمیل نه وو، دا زه نه منم."


عزیز لودین وایي، له دې امله چې لویه څارنوالۍ د لوړ پوړو چارواکو د دوسیو د څیړلو په هکله کله کله مشکلات ورپيښوي؛ نو جمهور رییس ته یې وړاندیز کړی چې له اداري فساد سره د مبارزی څارنوالۍ دې له اداري فساد سره د مبارزې ادارې ته انتقال کړي.

ښاغلی لودین وایي، چې جمهور رییس د دې موضوع د څرنګوالي په اړه د عدلیې د وزیر په مشری یو هیات ټاکلی دی.

له بل لوري لویه څارنوالۍ له اداري فساد سره د مبارزې د ادارې د مشر دغه ادعا نه مني.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي وایي؛ چې دوی له اداري فساد سره د مبارزې د ادارې له لوري ورلیږل شوې ۱۲۵ دوسیې ابتداییه محکمې ته لیږلي او په لویه څارنوالی کې د فساد شتون هم نه مني:

"موږ چې کوم اجرات کړي، سل په سلو کې قانوني دي رشوت، فساد اداري په دغه اداره کې هیڅ موجودیت نه لري؛ څنګه تاسو فکر کوئ په یوه اداره کې چې خپله د قانون د تنقیذ اداره ده؛ هلته دې فساد وي او بل د مقاماتو په اړه دوی دې لطف وکړي هر یو مقام باندې چې دوی شواهد او مدارک راټول کړي شواهد دې مطبوعاتو سره هم شریک کړي او څارنوالې ته دی ولیږي."

ښاغلي عزیزي همداراز وویل، چې د اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره چې کومې دوسیې دوی ته ور لیږلي دي، اکثره یې نیمګړي وي او پوره شواهد په کې نه وي.

شاوخوا څو میاشتې د مخه له اداري فساد سره د مبارزې ادارې اعلان وکړ؛ چې له سلو څخه د زیاتو هغو چارواکو دوسیې یې لوی څارنوالۍ ته لیږلي؛ چې په اداري فساد کې ښکیل دي، خو له دې اعلان څخه د څو میاشتو په تیریدو سره لا د داسې دولتي چارواکي د محاکمې په اړه څه نه دي خپاره شوي چې په اداري فساد کې ښکیل وي.

راپور : محمد ابراهیم صافی
XS
SM
MD
LG