د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۴۶

"حکومت پر زورواکانو قانون نه پلی کوي"


له اداري فساد سره د مبارزې د ادارې مشر ډاکټر عزیز لودین وایي؛ چې په هیواد کې د ځمکو د غاصبینو پر هغه راپور کار کوي؛ چې د کرنې وزارت له خوا ورته رالیږل شوی او په هغې کې راغلي، چې په لسګونو جریبه دولتي ځمکې په ټول افغانستان کې د یو شمیر زور واکانو له خوا غصب شوې.

ډاکټر لودین وایي، حکومت باید له دا راز کسانوسره قانوني چلند وکړي.

پخوا تردې هم کورنیو رسنیو د یو شمیر هغو کسانو نومونه خپاره کړي وو؛ چې په افغانستان کې یې په سلګونو جریبه دولتي ځمکې غصب کړې وي.

په دغو کسانو کې د ملي شورا غړي او دولتي چارواکي او جهادي قومندانان شامل وه خو تر دې دمه د دغو ځمکو د بیرته نیولو په اړه څه نه دي ویل شوي؛ په همدې اړه په کابل کې زموږ همکارې حمیده هارون عثمان له اداري فساد سره د مبارزې د ادارې مشر ډاکټر عزیز لودین سره په اداري فساد کې د لوړ پوړو ښکیلو چارواکو د محاکمې او د ځمکو د غاصبینو په اړه یوه مرکه کړې او په سر کې یې ترې د کرنې وزارت د دغه راپور د ارقامو په اړه پوښتنه کړې چې ښاغلي لودین یې په ځواب کې ویلي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG