د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

"پاکستان هیڅکله له افغانستان سره ریښتینی چلند نه دی کړی"


کابل یوشمېر ورځپاڼو د نوروموضوعګانو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان دیني عالمانود کنفرانس په اړه لیکنې او تبصیرې کړې دي.

خدمتګار:

خدمتګار ورځپاڼې لیکلي ټاکل شوې چې د کابل پر ځای د دیني عالمانو کنفرانس په ریاض او یا قاهره کې جوړ شي.

خدمتګار ورځپاڼې د پاکستان د نیوز انټرنیشنل ورځپاڼې راپور راخیستی؛ چې وايي، افغان لوړپوړي چارواکي د امریکا تر کلک فشار لاندې دي؛ چې د عالمانو د کنفرانس جوړېدل به د دوی له خوا مطرح کیږي.

ورځپاڼې لیکلي، ډېری افغانان هغه دیني عالمان نه مني چې د ولسمشر له خوا تعینږي او بیا په ورته کنفرانسونو کې برخه اخلي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې لیکلي د دیني عالمانو کنفرانس که په هرځای کې جوړېږي د سولې له پروسې سره به هیڅ ډول مرسته ونه کړي.

یادې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، پاکستان د دیني عالمانو کنفرانس له لارې خپلو اهدافوته ځان رسول غواړي.

د مقالې لیکونکي زیاتوي د پاکستان هرقدم ته باید د شک په سترګه وکتل شي او افغان حکومت مجبور دی، چې له پاکستان سره هرډول چلند ته د هیلې او شک په سترګه وګوري.

لیکوال وړاندې لیکي، معلومه نه ده، چې پاکستان دغه غوښتنه د څه لپاره کړې او د علمانو په کنفرانس کې کوم ځانګړي اهداف تعقیبوي.

ورځپاڼه لیکي، پاکستان په دې کار سره غواړي، هغه ذهینت ته چې ځينې خلک یې لري او وايي، په افغانستان کې جنګ ناروا دی مشروعیت ورکړي او خلکو ته وښيي چې افغان طالبان له خپل حکومت سره همکاري نه کوي.

محور:

محور ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکي؛ هیڅکله هم پاکستان له افغانستان سره ریښتیني چلند نه دی کړی او همیشه یې له افغانستان سره دوه ګونی سیاست مخ لوبولی.

سرمقاله لیکونکی لیکلي، افغان حکومت پلان لري، چې په افغانستان کې جوړېدونکی د دیني عالمانو کنفرانس به په سعودي عربستان او یامصر کې جوړ شي او په هغه کې به د اسلامي نړۍ دیني عالمان ګډون و کړي.

ورځپاڼه لیکلي، ټاکل شوې وه، چې یاد کنفرانس به د کب په میاشت کې په کابل کې جوړ شي؛ خو ټاکل شوې د پاکستان د دیني عالمانو دنه ګډون له کبله لغوه شي.

د ورځپاڼې په بارو دپاکستان له رسنیو نیولې تر دیني عالمانو ټول د اردو او "ای. اېس. ای" په خدمت کې دي.

همدې ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې د پاکستان د ولسمشر له خولې لیکلي؛ د افغانستان جنګ پاکستان هم زیانمن کړی.

ورځپاڼه د زرداري له خولې لیکلي، چې چې له وسله والو سره په ټینګه او یولاس مبارزه وکړئ.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې د سولې په پروسه کې دیني عالمانو رسالت ترعنوان لاندې لیکل شوي.

ورځپاڼې د افغانستان د بهرنیو چارو دوزارت د ویاند خبرې څخه په نقل راغلی د افغانستان او پاکستان د دیني علمانو د کنفرانس څخه هدف دا دی ترڅو طالبان متقاعد کړي؛ چې له افغان حکومت سره دسولې لاره خپله کړي.

ورځپاڼې لیکلي په داسې یوه ټولنه کې چې جنګ جګړو سخته ځپلې وي؛ د دیني عالمانو کنفرانس جوړېدل سرنوشت ټاکوونکې خبره ده.

چمتو کوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG