د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

"تر ۱۲ زرو پورې بهرني عسکر به په افغانستان کې پاتې وي"


انګلستان چاپ، ګاردین ورځپاڼې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې راغلي:

د امریکا دفاع وزیر "لیون پنیټا" او ناټو متحدان یې په نظر کې لري، چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې د "اته زرو او دولس زرو" تر منځ عسکر پریږدې؛ خو د جمعې په ورځ د امریکا او جرمنې تر منځ لانجه راپورته شوه، چې دا شمیر عسکر به نړیوال او که امریکایي ځواکونه وي.

ورځپاڼه لیکي، دا لانجمن ارقام په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې چې د افغانستان د ۱۱ کلنې جګړې د ختمولو پر لارو چار یې بحث وکړ؛ رابرسیره شول. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا جمهور رییس بارک اوباما ویلي؛ د ۲۰۱۴ م کال په پای کې به ټول جنګې عسکر له افغانستان څخه ووځي.

ګارډین زیاتوي، د جرمنې دفاع وزیر "ټوماس ډي مایزیري"(Thomas de Maiziere) خبریالانو ته وویل، د امریکا دفاع وزیر لیون پنیټا ورته د بروکسل په غونډې کې وویل؛ چې متحده ایالات به د ۲۰۱۴م کال په پای کې په افغانستان کي د اتو او لسو زرو تر منځ عسکر پریږدي. لیون پنیټا وروسته خبریالانو ته په خبرو کې د جرمني د دفاع وزیر خبرې غلطې وبللې.

ورځپاڼه لیکي، پنیټا چې د امریکا د دفاع وزارت څوکۍ څخه د تلو په حال کې دی؛ خبریالانو ته یې وویل: "ناټو متحدانو له ۲۰۱۴ م کال وروسته په بیلابیلو انتخابونو خبرې وکړي. کوم ارقام چې په ګوته شوې، په هغو کې د نورو هیوادونو ونډه هم منعکس شوې ده."

ګارډین لیکي، د امریکا دفاع وزیر پنیټا دا هم وویل: "د بودجې روان چاپيریال، د اروپایي هیوادونو د پوځي لګښتونو کمولو او په امریکا کې د بودجې د کمولو په اړه روان سیاسي بحران ته په کتنې، د ګډ عمل لپاره زموږ توان له خطر سره مخامخ کیږي. زه دا بیره هم لرم، چې ناټو به، که همدا اوس نه وي، ډېر ژر به ځان راټول او کوچنی کړي."

انګلستان چاپ بلې ورځپاڼې، ډیلي ټیلګراف هم همدا مساله څیړلې او لیکي، ناټو په هغې پروژې هم کار کوي، چې د مخکني پلان پر خلاف غواړي د افغان ځواکونو شمير د دوه لکه او دېرش زرو پرځای درې لکه او پنځوس زره وساتي.

دا خبره په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو له دوه ورځنۍ غونډې وروسته رابرسیره شوه؛ چې په راتلونکي کال کې په افغانستان کې د ناټو د ماموریت یوه څرګنده کړنلاره یې وړاندې کړه.

ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې له ۲۰۱۴ م کال وروسته د ۱۲ زرو دېره بهرینو ځواکونو زیات شمیر ممکن امریکایي عسکر وي، خو چارواکو ویلي، چې جمهور رییس بارک اوباما تر اوسه د خپلو عسکرو دقیق شمير نه دی اعلان کړی. انګلستان هم تر اوسه پرېکړه نه ده کړې؛ چې څه شمير عسکر به یې په افغانستان کې پاته وي.

ډیلي ټیلګراف وړانډې لیکي، ناټو دا مهال جدي هڅه کوي، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د افغان ملي پوځ او پولیسو د موجود شمېر ساتلو لپاره میلیاردونه ډالر پیدا کړي.
XS
SM
MD
LG