د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۱:۲۱

په زابل کې پنځه ځوانان د رییسانو په توګه پر دندو ګمارل شوي دي


که څه هم یو شمېر هغه ځوانان چې په دې وروستیو کې یې په بهرنیو هیوادونو کې لوړې زده کړې کړي، له بې روزګارۍ شکایت کوي، په زابل ولایت کې پنځه دارنګه ځوانان د رییسانو په توګه ګمارل شوي دي.

زابل د افغانستان په جنوب کې پروت هغه ولایت دی، چې ډیر وختونه رسنۍ له دې ځایه د جګړو او نا امنیو راپورونه خپروي، خو اوس یې سیمه ییزو چارواکو یو شمیر ځوانان په لوړو پوستونو ګمارلي دي، چې حکومت په کې ښه شي.

د زابل د روغتیا، ښوونې او روزني، اطلاعاتو او کلتور، برېښنا او حج او اوقافو رییسان اوس هغه پخواني خلک نه دي؛ چې له نوي ټیکنالوژۍ او ادارې سره بلد نه دي، بلکې ټول هغه نوي ځوانان دي، چې تازه له لوړو زده کړو فارغ سوي.

د زابل د ښوونې او روزنې رییس رحیم الله لودین یو له دغو چارواکو څخه دی؛ چې په هندوستان کې یې د اقتصاد په برخه کې خپلې لوړې زده کړې کړي.

ښاغلي لودین ازادۍ را‌ډیو ته وویل، له راتګ سره یې توانیدلی چې د زابل پنځه ویشت هغه ښوونځي د خلکو په مرسته بیرته پرانیزي چې د کلونو راهیسې تړل شوي و:

"زه په ۱۳۹۱ کال کې دلته د پوهنې د رییس په توګه ټاکل شوی یم، تقریباً له شلو څخه تر دېرشو پورې تړل شوي مکاتب بېرته پرانیستل شوي دي.

په ټول هېواد او په تېره بیا په زابل کې یوه لوی لامل یې نا امني ده، چې ډېری ښوونځي د ناامني له وجې بند دي.

د ښوونځیو د تړل کېدو لوی لامل د هغو کسانو بې توجهي وه، چې د پوهنې په ریاست کې یې کار کاوه؛ دوی له ولس او خلکو څخه مرسته او همکاري نه وه غوښتې او بله اساسي وجهه یې دا وه چې ولس ته د پوهنې په اړه ذهنیت نه و ورکړل شوی."


له کابله تر زابله د افغانستان په اکثرو دولتي ادارو کې له پخوانیو اداري سیسټمونو کار اخیستل کیږي.

په اکثرو ولایتي ادارو کې له کمیپوټر او نوي ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستنه تازه پیل شوې، چې تر ډیره ځوانان یې په کارولو پوهیږي.

د زابل ولایت مرستیال والي محمد جان رسولیار ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې د زابل په ادارو کې یې د ځوانو کدرونو د ګمارنې اساسي هدف د کارونو چټکول او دې ولایت ته پرمختګ ورکول دي.

ښاغلی رسولیار له نوو ځوانانو هیله لري، چې د ولس له غوښتنو سره سم به په دې ولایت کې کارونه وکړي.

خو پر دندو د نوو ګمارل سوو ځوانانو پر سر بیا هم پخواني کسان دي، چې باید له ځوانانو سره همکاري وکړي.

عبدالمقیم افغان هغه بل ځوان دی، چې لوړي زده کړي یې په هند کې د سیاسي علومو او حقوقو په برخه کې کړي او د ادارې او سوداګرۍ په برخه کې ماسټري لري.

ښاغلي افغان اوس د زابل د اطلاعاتو او کلتور رییس دی.

دی په زابل ولایت کې د لرغونو ځایونو پر خرابېدو او له منځه تلو اندېښمن دی او وايي، چې مرکزي چارواکو ته یې ددغو ځایونو د ساتنې لپاره د ځینو اقداماتو سپارښتنه کړې.

خو دی شکایت کوي، چې مرکزي حکومت تشې ژمنې ورسره کوي:

"له کلنه چې زه د اطلاعاتو او کلتور د رییس په توګه په دنده ګمارل شوی یم، د دې ټولو ځایونو لیست مې ورلېږلی دی او همدا رنګه مې د تاریخي ځایونو د ځایونو د ساتنې لپاره مې ورته وړاندیزونه کړي دي، هغوی یوازې ژمنې کړي او ژمنې یې تراوسه نه دي عملي شوي."

د راپورونو له مخې لا هم د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د حکومتي چارو په پرمخ وړلو کې د ځوانانو رول کمرنګه دی.

په تیرو لسو کلونو کې هر کال په سلګونو ځوانان بهر ته د زده کړو لپاره تللي دي او بېرته هیواد ته راستانه شوي دي.

خو اکثره دغه ځوانان چې د کار انرژۍ او نوې تجربې لري، افغان حکومت په کار نه دي اچولو او له بې روزګارۍ شکایت کوي.

راپور: معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG