د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۴۷

د سوريې مخالف ائتلاف وايي د اعتراض په ډول مسکو او واشنګټن ته نه ځي


حلب
د سوريې عمده مخالفه ډله وايي مسکو او واشنګټن ته د سفر لپاره يې بلنې رد کړې دي. د سوريې ملي ائتلاف په هغه اعلاميه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې ويلي، د سوريې د راکټي بريدونو له کبله د لرغوني ښـارګوټي حلب د سيسټماتيکې ويجاړۍ په وړاندې د نړيوال اقدام د نه کېدو له کبله د اعتراض په ډول دا کار کوي.

دغه ائتلاف وايي د نړيوالو قدرتونو په هغه کنفرانس کې يې هم ګډون کول وځنډول، چې ټاکل شوې راروانه مياشت په روم کې جوړه شي او په دې توګه د هغو بريدونو په وړاندې خپل اعتراض څرګندوي، چې د دوى په وينا په سلګونو ملکيان يې وژلي دي.

د سوريې ائتلاف روسيه د سوريې د مشر بشارالاسد له رژيم څخه د ملاتړ له کبله غندلې ده.

دغې ډلې تر دې مخکې اعلان کړه چې ”ازادو شويو سيمو“ ته به يو نوى حکومت تشکيل کړي. د ائتلاف يوه وياند وويل چې د پېشنهاد شوي حکومت لپاره به چارواکي د مارچ په دويمه د استانبول په غونډه کې وټاکل شي.

د نوي حکومت دغه اعلان د جمعې په ورځ په قاهره کې د سوريې د ملي ائتلاف د دوه ورځنۍ غونډې په پاى کې وشو.

د اپوزيسيون دغې ډلې ويلي، د سوريې د کورنۍ جګړې د ختمېدو په هدف د سولې د يوه توافق لپاره خبرو ته لېواله ده، خو ويلي يې دي، اسد بايد له واک څخه ليرې شي او په هر ډول جوړجاړي کې برخه ونه لري.

د ائتلاف وياند وليد البُني:

”د بشار الاسد او د هغه د امنیت د برخې مشران باید له واکه ليرې شي، ځکه چې دوی د اوسني وضعیت مسوولان دي، چې هیواد یې دغې مرحلې ته رسولی او دغه کسان باید د روغې جوړې په هیڅ بهیر کې برخه ونه لري”

البُني وويل چې د سولې هر ډول خبرې نړيوال تضمين ته اړتيا لري:

”موږ له امنيت شورا په ځانګړي ډول روسيې او امريکا څخه نړيوال ضمانت ته اړتيا لرو او د دې لپاره چې دغه پروسه ممکنه شي، د امنيت نړيوالې شورا له خوا د يوه لازم الاجرا‌‌ء پرېکړې له طريقه، کافي همکارۍ او کافي تضمين ته ضرورت لرو”

بله خوا د سوريې له حلب څخه د تازه هوايي بريدونو راپور ورکړل شوى دى، د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار اداره وايي ٢٩ کسان وژل شوي او ١٥٠ تنه نور ټپيان دي. دې ادارې د جرمني خبري اژانس ته ويلي، د خلکو مړي لا هم تر ويجاړيو لاندې دي. خپلواکو سرچينو دغه راپورونه نه دي تاييد کړي.
XS
SM
MD
LG