د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۵۲

څه شمېر امریکايي عسکر به په افغانستان کې پاتې شي؟


جرمنې چاپ شپیګل آنلاین مجلې، "امریکا پلان لري، چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې لږ شمیر عسکر وساتي" تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او د پیل په کرښو کې یې راغلي:

په رسمې ډول، لویدیځ پلان لري، چې د ۲۰۱۴ م کال په پای کې یعنې د ناټو د ماموریت له ختمیدو وروسته هم له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي؛ خو متحده ایالات داسې پلانونه لري، چې له مخې به یې له افغانستان څخه خپل زیات شمیر عسکر وباسي او یوازي لس زره به په دې هیواد کې پریږدي. د مجلې په وینا، د واشنګټن متحدان باید چې د عسکرو خلا یا کمښت پوره کړي.

شپیګل آنلاین زیاتوي، دوی معلومات تر لاسه کړې چې امریکا به د ۲۰۱۴م کال په پای کې له لسو زرو لږ شمیر عسکر په افغانستان کې وساتي. خپرونه لیکي، د افغانستان او پاکستان په چارو کې د جمهور رییس بارک اوباما خاص سلا کار "ډګلس لیوت" (Douglas Lute) د فبرورۍ د میاشتې په دوهمې اوونۍ کې په برسل کې د ناټو سفیران د امریکا په دغه پلان خبر کړي وو. لیوت ویلي، په افغانستان کې د پاتې پوځیانو نیمایي به یې د افغان ځواکونو د روزنې په چارو کي برخه واخلي.

شپیګل آنلاین لیکي، د ناټو سفیرانو ته د جمهور رییس بارک اوباما د خاص سلا کار "ډګلس لیوټ" دا پټ او محرم معلومات لومړنی رسمي تایید و؛ چې متحده ایالات غواړي، له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې بیخي لږ شمیر عسکر وساتي.

مجله وړاندې لیکي، د امریکا دې پلان یا پریکړې ناټو ته د خطر زنګ وواهه. دا په دې معنی چې د افغان امینتي ځواکونو د روزنې راتلونکی ماموریت به د ناټو او د اتو نورو هیوادونو له خوا چې د دې سازمان غړیتوب نه لري؛ په ګډه پر مخ وړل کیږي او په دې پلان باندې له څو میاشتو راهیسې کار روان دی. د امریکا محدود شمیر پوځي حضور به دا ماموریت او پلان له ستونزو سره مخامخ کړي.

امریکا چاپ "باسټن ګلوب" ورځپاڼې، "خوشي شوي طالبان بېرته وسله وال شوي" تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې او په یوې برخې کې یې د پاکستان د استخباراتي چارواکو په حواله لیکل شوي:

د هغو طالبانو لږ ترلږه نیمایي شمیر کسان چې په دې وروستیو کې د پاکستان له زندانونو څخه خوشي شوې، له وسله والو سره بېرته یوځای شوي او د افغان حکومت د ښه سلوک او نیکې ارادې هغه ارزښتونه یې تر پوښتنې لاندې راوستي؛ چې د سولې د عملیې لپاره یې وړاندې کړي دي.

د ورځپانې په مقالې کې د یوه لویدیځ چارواکي چې نوم یې نه دی په ډاګه کړی، خبره راخیستل شوې چې وایي: "دی په ډاګه او قوي ډول تاییدوي چې د پاکستان له زندانونو څخه په دې وروستیو کې یو شمیر خوشې شوي طالب بندیان د جګړو ډګرونو ته تللي دي."

باسټن ګلوب ورځپاڼه وړاندې لیکي، له دي مسالې څخه ښکاري، چې له ۲۰۱۴ م کال مخکې له طالبانو سره د سولې معامله څومره ګرانه ده. د ورځپاڼې په باور، په ګوانټانامو کې د امریکایي ځواکونو له زندان څخه هم یو شمیر خوشې طالب بندیان مخفې یا لا درکه شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا داسې اشارې ورکړ شوي؛ چې دوی غواړي په قدرت کې شریک شي او د کورنۍ جګړې مخه ونیسي، خو داسې بریښي چې طالبان ممکن تر ۲۰۱۴ م کاله پورې ځانونه اخوا دېخوا کړي او وخت واړوي.
XS
SM
MD
LG